د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د اسرائیل له مخالفت سره سره پر اماراتو د اف۳۵ الوتکو په پلور غور کوي 


د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د چهار شنبې په ورځ (اګست ۱۹) وویل د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له مخالفت سره سره پر متحده عربي اماراتو د پرمختللو اف۳۵ جنګي جیت الوتکو په پلور غور کوي.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، اماراتو یوازې د یو څو الوتکو اخیستلو ته علاقه مندي ښودلې ده.

ښاغلي ټرمپ څرګنده کړه، دا مهمه ده چې آیا امارات کولی شي دا الوتکې واخلي: "هغوی پیسې لري او غواړي چې د یو څو اف ۳۵ الوتکو فرمایش ورکړي. دا په نړۍ کې غوره جنګي الوتې دي. "

د عربي متحده اماراتو سره د اسرائیل د اړیکو د عادي کیدو له هوکړې وروسته چې د ټرمپ په مرسته ترلاسه شوه د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د سه شنبې په ورځ اګست ۱۸ وویل له اماراتو سره د روابطو د عادي کیدو د تاریخي قرار داد سره سره به پر هغه هیواد باندې د امریکا د الوتکو له پلور سره مخالفت وکړي.

د نتانیاهو له دفتر څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي چې صدراعظم د اماراتو په ګډون د منځني ختیځ پر هر هیواد د اف ۳۵ الوتکو په ګډون د پرمختللو وسلو له پلور سره مخالفت کړی دی.

په سیمه کې په نظامي لحاظ غښتلتیا د اسرائیل د څو لسیزو د سیاست مهمه برخه ده او نوموړی هیواد له واشنګټن سره له نږدو روابطو ګټه اخیستې څو ډاډ ترلاسه کړي چې پر ګاونډیو هیوادونو یې پرمختللې وسلې نه پلورل کیږي.

متحده عربي اماراتو له ډیر وخت راهیسې د امریکا اف ۳۵ جنګي الوتکو اخیستلو ته علاقه مندي ښودلې څو وکړای شي د اسرائیل په شان ډرون الوتکي په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG