د لاس رسي وړ اتصالات

عربي متحده امارات او اسرائیل په ګډه د کرونا ویروس په هکله څیړنې کوي


اسرائیل او عربي متحده اماراتو د امریکا په منځګړتوب د سیاسي اړیکو د عادي کولو لپاره موافقه کړې.
اسرائیل او عربي متحده اماراتو د امریکا په منځګړتوب د سیاسي اړیکو د عادي کولو لپاره موافقه کړې.

د عربي متحده اماراتو او اسرائیل کمپینو د کرونا ویروس په هکله د څیړنو او مطالعاتو تړون لاسلیک کړی.

دغه تړون د شنبې په ورځ، اګست ۱۵ (زمري ۲۵) نا وخته د ابوظبي په ښار کې د د اپیکس ګروپ په نامه د عربي متحده اماراتو د ملي پانګې او د اسرائیل د تیرا ګروپ د شرکتونو تر منځ لاسلیک شو.

د اپیکس د شرکت رئیس خلیفه یوسف خوري په یوې اعلامیې کې د اسرائیل ددې شرکت سره په تړون خوښي ښودلې.

په اعلامیې کې د ښاغلي خوري د قوله ویل شوي، " دا د اسرائیل او عربي متحده اماراتو د سوداګرۍ د سکتورونو تر منځ لومړنی تړون ګڼل کیږي چې د دواړو هیوادونو د سوداګرو تر منځ د اقتصاد، سوداګرۍ او ګډ کار کولو په برخي کې د همکارۍ لپاره ګټور دی."

ښاغلي خوري همدارنګه ویلي چې د دې تړون له مخې به د کرونا د ویروس په هکله څیړنې او مطالعات وشي چې د بشریت سره مرسته کول دي.

دغه دواړه شرکتونه هڅه کوي چې د کرونا د ویروس د چټکو معایناتو لپاره وسایل چمتو کړي.

اپیکس په عربي متحده اماراتو کې د پانګې اچونې یو شرکت دی چې د روغتیا په برخه کې ځانګړی تمرکز لري.

د اسرائیل د تیرا ګروپ هم په دغه تړون خوښي ښودلې. د دې شرکت مشر، اورین سادیف په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا تړون به دواړوو خواوو ته اقتصادي ګټې ولري.

اسرائیل او عربي متحده اماراتو د دې تړون نه وړاندې، د امریکا په منځګړتوب د بشپړو سیاسي اړیکو په پیلولو هم موافقه وکړله.

اسرائیل منلې وه چې د عربي متحده اماراتو سره د اړیکو د عادي کیدو په بدل کې به د خپل هغه پلان نه لاس په سر شي چې له مخې یې د لویدیځې قبضه شوې سیمې د اسرائیل د خاورې سره یو ځای کیدې.

اروپایي اتحادیې او یو شمیر عربي هیوادونو چې د لویدیځ پلویان دي، د اسرائیل د دې اقدام ستاینه کړې.

XS
SM
MD
LG