ولسمشر ټرمپ، د میامي په امنیتي سرمشریزه کې د لاتینې امریکا له مشرانو سره، ژمنه وکړه چې د نشهیي توکو سره د تړلې ترهګرۍ او ډلهییز مهاجرت پر وړاندې به مبارزه وکړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي هغه چمتو دی چې د امریکا پوځ د لاتینې امریکا په لسګونو هېوادونو کې د نشهیي توکو د کارټلونو پر ضد د مبارزې لپاره ځای پر ځای کړي.
دا څرګندونې هغه د شنبې په ورځ په میامي کې د امریکا د سپر په نوم د تړون په سرمشریزې کې د لومړۍ غونډې نه وروسته وکړې.
متحده ایالتونه د هغو ۱۷ هېوادونو له ډلې څخه و چې دا تړون یې لاسلیک کړ. پدې تړون کې ژمنه شوې ده چې «د شیطاني کارټلونو او ترهګرو شبکو د له منځه وړلو لپاره دې له وژونکي پوځي ځواک څخه کار واخیستل شي.»
ولسمشر ټرمپ وویل چې د امریکا پوځ «حیرانوونکې وسلې» لري او د لاتینې امریکا متحدینو ته یوازې دا پکار ده چې د کارټل د غړو ځایونه ورته په ډاګه کړي.
ولسمشر ټرمپ د شنبې ورځې د غونډې پر مهال وویل: «موږ ستاسو مرستې ته اړتیا لرو. تاسې یوازې موږ ته ووایاست چې هغوی چېرته دي.»
هغه اعلامیه چې ټرمپ د شنبې په ورځ لاسلیک کړه، هدف یې دا دی چې د لویدیځې نیمې کړې له متحدینو سره همغږي رامنځته شي چې د «تر ټولو اغېزمن جنګي ځواک» په مټ د کارټلونو شبکې ړنګې شي.
پدې اعلامیه کې دا ژمنه هم شوې چې «د لوېدیځې نیمې کرې له بهر څخه د زیان رسوونکي نفوذ» او د سیمې په چارو کې د نفوذ مخه ونیول شي. ډېرۍ شنونکي دا خبره د لاتینې امریکا په سیمه کې د بیجینګ زیاتېدونکي اقتصادي او پوځي حضور ته اشاره بولي.
دا غونډه څو ورځې وروسته له هغې کیږي چې د امریکا سویلي قوماندانۍ (U.S. Southern Command) تېرې اوونۍ اعلان وکړ چې امریکایي پوځیان په اکوادور کې د امنیتي ځواکونو سره د نشهیي ترهګرو سازمانونو پر ضد عملیاتو کې یو ځای شوي دي.
له دې وروسته د جمعې په ورځ هغه څه وشول چې د امریکا پوځ «هدفمن برید» وباله چې پکې وژونکی متحرک پوځي اقدام هم شامل و.
د اکوادور ولسمشر دانیل نوبوا د شنبې په ورځ په دې غونډه کې ګډون وکړ، همدارنګه د ارجنټاین ولسمشر هاویر میلی، د السلوادور ولسمشر نایب بوکیله او د چیلي منتخب ولسمشر هوزې انتونیو کاسټه هم حاضر وو. د بولیویا، چیلي، کاسټریکا، دومینیکن جمهوریت، ګیانا، هاندوراس، پاناما، پاراګوای او ټرېنېډاډ او ټوباګو مشران هم غونډې ته ورغلي وو.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د جګړې وزیر پیټ هېګسېت غونډې ته وینا وکړه.
همدارنګه کرسټي نوم، چې په دې وروستیو کې د کورني امنیت د رئیسې له دندې بدله شوې، اوس “د امریکا د سپر” لپاره د ځانګړې استازې په توګه پدې غونډه کې ګډون درلود.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ تېره اوونۍ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د دې سرمشریزې هدف زموږ په سیمه کې د «ازادۍ، امنیت او هوساینې» پیاوړتیا ده.
متحده ایالتونه په کارابین، مرکزي او جنوبي امریکا کې له خپلو ګاونډیانو څخه غواړي چې خپلې پولې خوندي کړي او د نشهیي توکو د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي.
فورم \ دبحث خونه