د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې د ځانمرګو بریدونو د تلفاتو شمېر ۴۱ ته ورسېد


Turkey Airport Blasts
Turkey Airport Blasts

د ترکیې چارواکي وایي چې په ترکیه کې د ستانبول په هوایي ډگر په دریو ځانمرگو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۱ ته رسېدلی او څه باندې ۲۳۰ نور ژوبل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس وايي ترکي چارواکو د اسلامي دولت، داعش، ډله په دغو بریدونو کې ګرمه بللې، خو تر دې دمه په خپله د داعش ډلې څه نه دي ویلي.

د ترکیې دولتي ټلوژن وایي چې اول ځانمرگو بریدکونکو د دغه نړیوال هوایي ډگر په دروازې ډزې پیل کړی او بیا يي په ځان پورې تړلو چاودیدونکو موادو ته انفجار ورکړ.

په دولتي ټلوژن کې ښودل کیږي چې دغه سیمې ته امنیتي عسکر استول شوي دي او زخمیان په بیړنۍ توگه روغتون ته انتقالیږي.

د یاودنې وړ ده چې په روان کال کې په استانبول کې څو وارې دغسې بمي چاودني شویدي. د دی نه دوه اونۍ مخکې د جون په ٧ نیټه په یو ځانمرگي برید کې ١١ تنه وژل شوي وو.

تر اوسه پورې کومي ډلې د دغې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د ترکیې حکومت په کردي یاغۍ ډلې باندي د دغه ډول حملو پړه اچوي.

افغان حکومت غبرګون

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دوه جلا پیغامونو کې د ترکیې د استانبول ښار د اتاترک په نړیوال هوایي ډګر کې د تیرې شپې ځانمرګي بریدونه چې لږ ترلږه مسافر په کې وژل شوي او تر ۴۰ نور ټپیان شوي په سختو ټکو غندلي او د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې جمهور رئیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، موږ تر نورو د ترکیې د خلکو درد او رنځ زیات درک کولی شو، ځکه له کلونو راهیسې زموږ بې ګناه هېوادوال د ترهګریزو بریدونو قربانیان دي.

جمهور رئیس غني ترهګري د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت او ثبات پر وړاندې لوی ګواښ وباله او یو ځل بیا یې د دې پدیدې پر ضد د نړۍ د ټولو هېوادونو په ګډه مبارزه ټینګار کړی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم دا برید په کلکو ټکو غندلی او د افغانستان په ګډون یې په ترکیه او سیمه کې د دغسې پيښو د ژر پای ته رسیدلو هیله څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG