د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ۲۲۷ افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږدولي 


افغان کډوال په ترکیه کې
افغان کډوال په ترکیه کې

د ترکي رسنیو د راپور په اساس د دغه هېواد حکومت هغه ۲۲۷ افغان پناه غوښتونکي، چې د چارواکو په خبره په ناقانونه ډول ترکیې ته داخل شوي وو، ‌بېرته افغانستان ته انتقال کړي دي.

د ترکیې د «صباح» ورځپاڼې نن دوشنبه اپریل ۲۵ (غوايي پنځمه) راپور خپور کړی چې د دغو پناه غوښتونکو الوتکه د ترکیې د «مالاتیا» له هوايي ډګر څخه کابل ته روانه شوې ده.

د دغې ورځپاڼې د راپور په اساس د ترکیې حکومت د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره خپله مبارزه روانه ساتلې او هغه پناه غوښتونکي، چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته داخلېږي، نیسي او د بېرته ستنېدو په مرکزونو او کمپونو کې یې له څه مودې ساتلو وروسته بېرته خپلو هېوادونو ته انتقالوي.

راپور ايي چې د «مالاتیا» له هوايي ډګر څخه د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پروازونه پيل شوي ‌او په تېرو څو اوونیو کې ۶۸۰ افغانان بېرته خپل هېواد ته لېږدول شوي ‌دي.

پر افغانستان سربېره د سوریې، اوکراین او ځینو نورو هېوادونو خلک هم هڅه کوي چې ترکیې ته ځانونه ورسوي‌ او بیا له هغه ځای څخه نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

د «صباح» ورځپاڼې د راپور په اساس چې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې ۷۰۰زره پناه غوښتونکو له ترکیې څخه ځانونه اروپايي هېوادونو ته رسولي ‌دي.

دا مهال په ترکیه کې شاوخوا څلور میلیون کډوال اوسېږي چې اکثریت یې د سوریې دي. ترکیه په نړۍ کې لومړی هېواد بلل کېږي‌ چې د دومره ډېرو کډوالو کوربنه ده.

ترکیه هڅه کوي چې خپلې خاورې ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ مخه ونیسي‌ او په دې اړه په خپلو سرحدونو کې امنیتي‌ او نور تدابیر سخت کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG