د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر افغان کډوالو په ترکیې کې د رمو پیولو ته مخه کړې


په ترکیې کې افغان شپانه له خپل کار خوښ دي
په ترکیې کې افغان شپانه له خپل کار خوښ دي

په ترکیې کې یو شمېر افغان کډوال وايي د رمو پیولو ته مخه کړې ده او وايي چې په دې کار سره خوښ دي.

یو افغان کډوال ذبیح الله وايي د جګړې او بې وزلۍ له کبله له افغانستان څخه ترکیې ته تښتېدلی دی.

هغه وايي: «څلور کاله کېږي ترکیې ته راغلی یم او یو کال وشو چې شپون یم. موږ دوه کسان یو او ۷۰۰ اوزې پیو.»

اټکل کېږي چې څه باندې ۳۰۰زره افغان کډوال په ترکیه کې ژوند کوي. په دوی کې یې ډېر د طالبانو له راتګ وروسته ترکیې ته تللي‌ دي.

یو بل افغان کډوال عباس ابراهیمي‌ وایي چې د رمو پیول سخت دي خو هغه ورسره خوشحال دی. نوموړي‌ وویل: «زه د کار لپاره ترکیې ته راغلی یم چې پېسې وګټم، بېرته خپل هېواد ته ستون شم او هلته ژوند وکړم. دا ښه کار دی،‌ موږ د ۳۰۰۰ او ۳۳۰۰۰ لیره ترلاسه کوو چې ښه دي، د خدای شکر دی.»

خو یو شمېر افغانان بیا په ترکیه کې د ژوند د اسانتیاو له نشتوالي سر ټکوي.‌ افغان کډوال محمد رحمان وايي: « موږ مجبور یو چې کار وکړو،‌ که مجبور نه وای، بېرته افغانستان ته تللای. کله چې باران وریږي، هوا یخیږي بیا ستونزمن وي، دلته راځو چې ډوډۍ تیاره کړو، دلته ژوند سخت دی، که د هېواد حالت مو ښه وای، بېرته ستنېدو.»

په ترکیې کې یو شمېر داسې افغانان هم شته چې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د تللو نیت لري او وايي چې څو ځلې یې د اوبو او ځمکې له لارې تللي هم دي خو نه دي بریالي شوي. دوی دا خبره هم کوي چې اوس په اسانه خپل هېواد ته هم نشي ستنېدلای.

ترکیې کې افغان شپانه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

داسې افغان کډوال هم شته چې د مهاجرو د یو شمېر مدافعو سازمانونو په منځګړتوب په زوره افغانستان ته له استول کېدو بچ شوي دي،‌ خو په ترکیې کې ښه ژوند نلري.

د ترکیې د وان ولایت د کډوالو د ادارې مشر جمعه عمرکو وايي چې د افغانستان وضعت ته په کتو او د بشري خواخوږۍ له کبله دوی افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته نه شړي.

خو افغان کډوال شک لري که ونیول شي د اخراج مرکزونو ته انتقالیږي او په زوره افغانستان ته لېږدول کیږي.

په ترکیې کې دا مهال د کډوالو د شړلو ۲۵ مرکزونه شته چې اکثریت یې له افغان کډوالو ډک دي. ټاکل شوې چې ترکیه دا ډول اته نور مرکزونه هم پرانیزي.

XS
SM
MD
LG