د ترکیی پولیس وایي، په استانبول کې د یوې ځان مرگي حملې له کېدو وروسته اوس په سیمه کی د نورو بمونو په خنثی کولو لگیا دي.
د پولیسو قوماندان حسین کپکین وویل چی دغه بمونه نن د ځانمرگي حملی وروسته وموندل شول. په حمله کې د پولیسو لس صاحب منصبان او ١٢ ملکي کسان زخمی شول .
هغه وویل چی د دوو زخمیانو حالت ډیر خراب وو او خپله ځان مرگی مړ شوی دی.
چارواکي او عینی شاهدان وایی چی دا چاودنه د تاکسیم په څلور لاري کې وشوه چیرې چې پولیس راغونډیږي.
ترکي پولیسو په دې سیمه کې لاره بنده کړه او زخمیان په امبولانسونو کی روغتون ته انتقال شول.
د تاکسیم څلور لاری د عصري استانبول یوه تورستی سیمه ده چې پکې ډیر رستورانونه، دوکانونه او هوټلونه موجود دي.