د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ته څېرمه د کډوالو د کښتۍ له ډوبېدو وروسته نهه مړي موندل شوي


د کډوالو ادارې وايي، په ۲۰۲۳ کې له ۳۰۰۰ څخه ډیر کډوال د مدیترانې په اوبو کې ډوب شوي چې له ۲۰۱۷ راهیسې ترټولو لوی شمیر دی.
د کډوالو ادارې وايي، په ۲۰۲۳ کې له ۳۰۰۰ څخه ډیر کډوال د مدیترانې په اوبو کې ډوب شوي چې له ۲۰۱۷ راهیسې ترټولو لوی شمیر دی.

د ترکیې رسنیو د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغې دوهمه) خبر ورکړ چې د دغه هېواد په جنوبي ساحل کې په تیره یوه اونۍ کې لږ تر لږه نهه جسدونه موندل شوي او چارواکي شک لري چې ښايي دا هغه کډوال وي چې د ډسمبر په میاشت کې ورک شوي وو.

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د انتالیا ښار ته نږدې د مدیترانې سمندرګي په څنډو کې موګلا ته څېرمه درې جسدونه وموندل شول چې له دې سره د موندل شویو مړو شمېر نهو ته ورسېد.

د انتالیا د والي دفتر د یکشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یو بیان کې وویل، سیمه ایز چارواکي په دې باور دي چې په اوبو کې ساحل ته راوړل شوي دا مړي په هغې کښتۍ پورې اړه لري چې ۹۰ تنو کډوالو پکې سفر کاوه او تېره میاشت په مدیترانه کې ډوبه شوه.

سیمه ایزو چارواکو وویل، د پنځو قربانیانو بوټان او جامې ښيي چې په سوریه کې جوړ شوي دي.

په انقره کې د لبنان سفارت د دسمبر په ۱۱مه د یوې کښتۍ د ورکیدو خبر ورکړ چې ۹۰ تنه کډوال پکې سپاره وو، او د لبنان او سوریې تر منځ په اوبو کې په مدیترانه کې د قبرس د ټاپو په لور روانه وه.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په وینا، په ۲۰۲۳ کې له ۳۰۰۰ څخه ډیر کډوال د مدیترانې په اوبو کې ډوب شوي چې له ۲۰۱۷ راهیسې ترټولو لوی شمیر دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG