د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه ایران سره سرحد کې افغانستان کې قونسلګري پرانیزي


제이크 설리번 미국 백악관 국가안보보좌관이 기자회견을 했다.
제이크 설리번 미국 백악관 국가안보보좌관이 기자회견을 했다.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزرات وايي ډېر ژر به د افغانستان په لویدیځ ښار هرات کې یوه قونسلګري پرانیزي.

ترکي چارواکي وايي هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت نور هم پراخ کړي. د ترکیې رسمي اژانس انادول د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په اساس لیکلي دي چې دا قونسلګري به ډېر ژر پرانیستل شي.

قونسګلري به له ایران سره په سرحد کې د هرات په ښار کې پرانیستل کیږي. په کابل کې د ترکیې سفیر اوګزان ارتوګرول د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره په دې اړه غږېدلی دی او دا خبره یې هم ورته کړې ده د ترکیې صدراعظم بنعلي یلدریم به ژر افغانستان ته راشي.

ترکیه افغانستان خپل ملګری هېواد بولي او د همدغې میاشتې په سر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونو ویاند صیام الدین پسرلي ویلي دي چې په هرات کې د قونسلګري پرانیستل به د کابل-انقره ترمنځ تجارتي راشه درشه نوره هم زیاته او اسانه کړي.

د افغانستان او ترکیې اړیکې د شلمې پېړۍ لومړیو لسیزو ته ورګرځي، افغانستان د شاه امان الله په وخت کې د ګوتو په شمېر هېوادونو له ډلې و چې د ترکیې جمهوریت یې په رسمیت وپېژنده.

دا مهال لسګونه زره افغانان په ترکیې کې دایمي اقامه لري او ډېر نور یې دغه هېواد ته د سیاحت او درملنې لپاره هم ورځي. په کابل کې د ترکیې د سفارت رسمي ویپاڼه وايي دا مهال ترکیه یوازې د مزار په ښار کې یوه قونسلګري لري.

XS
SM
MD
LG