د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې اورتداکس مسیحیانو ته اجازه ورکړه

په اول ځل د اورتداکس د کلیسا مسیحیانو ته په ترکیه کې اجازه ورکړشوه چې وروسته له نوي کلونو نه د ترکیې په غرونو کې د سومیلا په صومعه کې خپل عبادات سرته ورسوي.

لږ ترلږه ١٥٠٠ زیارت کونکي د ترکیې، یونان او روسیې نه دغی صومعې ته چې په څلورمه میلادي پیړۍ کې جوړه شویده د یکشنبې په ورځ ولاړل. هغه کسانو چې هلته د ورتگ جوگه نه ؤ د تلویزیو ن له لارې دغه مراسم وکتل.

مسیحیانو د ١٩٢٣ کال نه راپدېخوا د سیمه ایزو یونانیانو د ایستلو نه وروسته په دې نه وو قادر چې دلته په منظم ډول خپل عبادات سرته ورسوي.

ترکیې همدرانگه ارمني مسیحیانو ته هم اجازه ورکړه چې د ترکیې په جنوب کې په ډله ایز ډول په یوه رغول شوې کلیسا کې په راتلونکي میاشت کې خپل عبادت سرته ورسوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG