د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان له ترکانو وغوښتل د فرانسې محصولات ونه پیري 


اردوغان د فرانسې په ولسمشر تندې نیوکې کړي دي
اردوغان د فرانسې په ولسمشر تندې نیوکې کړي دي

د اسلام پیغمبر ته د منسوب کارتون په اړه د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون د څرګندونو په غبرګون کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان له خپلو خلکو غوښتي چې د فرانسې تولیدات ونه پیري.

ښاغلي اردغان په انقره کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (تله ۵) دا غوښتنه کړې ده. هغه د شنبې په ورځ ویلي‌ وو چې امانویل مکرون باید «رواني‌ ډاکټر» ته ولاړ شي.

فرانسې له دغو څرګندونو وروسته له ترکیې څخه خپل سفیر ور وغوښت.

د فرانسې ولسمشر د تاریخ د يو ښوونکي له وژلو وروسته اسلامپالان غندلي وو او د اسلام پیغمبر ته د منسوب کارتون د خپرېدو ننګه یې کړې وه.

تېره اونۍ په فرانسه کې د تاریخ یو ښوونکی له هغه وروسته ووژل شو چې په ټولګي کې یې د اسلام پیغمبر ته منسوب یو کارتون د بیان ازادۍ په بحث کې وښوده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي مکرون د څرګندونو په اړه په اسلام اباد کې د فرانسې سفیر وربللی دی. د پاکستان صدراعظم د فیسبوک په شبکې غږ کړی دی چې د اسلام ضد پاروونکي مسایل بند کړي.

په همدې حال کې په قطر، اردن او کویټ کې په یو شمېر مارکیټونو کې د فرانسې محصولات لېرې شوي‌ دي او په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم غوښتنه شوې چې د فرانسې تولیدات وانخیستل شي.

په سوریه او لیبیا کې بیا خلکو د ښاغلي مکرون په ضد مظاهرې کړې او د هغه تصویرونه یې سوځولي دي.

فرانسوي چارواکو ویلي دي چې دا خوځښتونه د «افراطیانو» له لوري پيل شوي دي.

د فرانسې ولمسشر خپل یو تازه ټویټ کې لیکلي دي چې له خپل دریځ څخه به په شا نشي، د مذهبونو ټولو تفاوتونو ته په سوله ییز ډول درناوی لري او د انساني کرامت او ارزښتونو ننګه به کوي.

ښاغلي مکرون څه موده مخکې ویلي وو چې په فرانسه کې اسلام باید د سعودي، قطر، ترکیه او نور بهرني نفوذ څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG