د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې د لاریون وروسته آرامي راغلې


د ترکیې د استانبول او انقرې په ښارونو کې آرامي راغلې او داسي ښکاري چې د لومړي وزیر رجب طیب اوردګان پرضد مظاهره کونکي د اوس لپاره آرامه شوي دي.


د شنبې تر ماښام پوري په زرګونو ترکانو د استانبول په ښار کې د حکومت پرضد مظاهرې وکړې چې وروسته په ټول هیواد کې خپرې شوې.

لاریون کونکو د ترکیې په پلازمېنې انقرې کې موټرو او ودانیوو ته اورونه واچول چې له امله یې آسمان ته لوګي پورته کېدل. پولیسو د لاریون کونکو د ګډوډولو لپاره د اوښکي بهونکي ګاز نه کار واخیستی.


لاریون په پیل کې د استانبول د یوې جادې د ترمیم او د سره ډیزاین پر سر پیل شو او وروسته په زرګونو تنه خلګو د ښاغلي اردوګان د حکومت پر ضد مظاهره وکړه او پر هغه یې تور ولګوی چې په دیکتاتورۍ حکومت کوي.

لومړي وزیر ایردوګان ویلي دي چې د جادې کار به بشپړ کوي او پر لاریون کونکو باندي یې غږ وکړ چې خپل لاریون دي ختم کړي.

د ترکیې د کورنیوو چارو وزیر معمر ګولر وايي چې د مظاهرو پر مهال په ټول هیواد کې د ۹ ساوو نه زیات خلګ نیول شوي دي. په مظاهرو کې ۲۶ د پولیسو افسران او ۵۳ عام خلګ ټپي شوي دي. د نیول شویو کسانو له ډلې نه یې ځیني بیرته آزاد شوي دي.
XS
SM
MD
LG