د لاس رسي وړ اتصالات

اردن، قطر او ترکیې د اسرائیل-غزه په جګړې کې لویدیځ په دوه ګونې چلند تورن کړ


د قطر د بهرنیو چارو وزیر او صدراعظم محمد بن عبدالرحمان آل ثانی، د اردن ملکه رانيا العبدالله، او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان
د قطر د بهرنیو چارو وزیر او صدراعظم محمد بن عبدالرحمان آل ثانی، د اردن ملکه رانيا العبدالله، او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان

اردن، قطر او ترکیې نن د اکتوبر ۲۵ (لړم درېیمه) لوېدیځ مشران د اسرائیل او غزې په جګړه کې په دوه مخي چلند تورن کړل.

د اردن ملکې رانیا العبدالله د سي ان ان د تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «د اردن په ګډون د ټول منځني ختیځ خلک د دغه راڅرګندېدونکي ناورین په وړاندې د نړۍ له غبرګون څخه مایوسه او حیران دي. په تیرو دوو اونیو کې، موږ په نړۍ کې څرګند دوه ډوله چلند ولید.»

ملکې رانیا زیاته کړه کله چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه برید وکړ نړۍ سمدلاسه او له ابهام پرته د اسرائیل تر څنګ ودریدله او ویې ویل چې دغه هېواد د خپل ځان د دفاع حق لري او د حماس برید یې وغنده، خو په تېرو دوو اونیو کې مونږ په نړۍ کې چوپتیا وینو.

د حماس جنګیالیو د اکټوبر په اوومه د غزې له تړانګې څخه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان یې ووژل او ۲۲۲ یې یرغمل کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د حماس ډلې نن وویل، اسرائیلي ځواکونو په یوه ورځ کې پر غزې ۷۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر اوسه پورې د سه شنبې د ورځې د ۷۰۰ تنو د وژل کیدو په ګډون په غزه کې ۶۵۰۰ تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې تر ۱۰۰ زیات ماشومان هم شامل دي.

د اردن ملکې زیاته کړه: «ایا موږ ته ویلی شئ چې په ټوپک د یوې کورنۍ وژل غلطه او په راکټ سره یې وژل صحیح دي؟»

دا پداسې حال کې دي چې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش پرون وویل چې په غزه کې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه شوې، هغه څرګندونې چې د اسرائیل توند غبرګون یې راپارولی دی.

په همدې حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر او صدراعظم محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي، دوحه او انقره په دوه ګوني معیارونو سره د دغه کړکېچ په اړه د لویدیځ غبرګون په بشپړه توګه ردوي.

الثاني زیاته کړه: «دا مجاز ندي چې د ملکي وګړو وژنه په یوه برخه کې وغندل شي او په بله برخه کې توجیه کړای شي.»

د برتانيې، فرانسې او امريکا په ګډون لوېديځو هېوادونو له اسرائيل خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی او ويلي يې دي، چې دغه هېواد د حماس د بريد پر وړاندې له ځانه د دفاع حق لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل: «د غزې د تباهۍ او ناورین په غندلو او په مخنیوي کې د امریکا او د شمالي اروپا د ځینو هیوادونو ناکامي د جدي دوه ګوني چلند څرګندونه کوي او بې ثباته کوونکي رول لوبوي.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په غزه کې د اسرائیل عملیات باید ژر تر ژره ودرول شي او غزې ته بشري دهلیزونه باید پرانیستل شي.

ترکیه او قطر د فلسطین د مسئلې قوي ملاتړي دي او له حماس سره د اړیکو پرانیستې چینلونه لري.

تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم پر لویدیځ تور لګولی و چې اسرائیل ته د غزې د اوسېدونکو د وژلو اجازه ورکوي، کوم چې دوی ته د منلو وړ نه ده.

دا پداسې حال کې دي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، چې هېواد یې اوسمهال یوازې یو ماموریت لري، او هغه "د حماس ډلې له منځه وړل" دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG