د لاس رسي وړ اتصالات

قاهره کې د اسرائیل-فلسطین د سولې غونډه بې له کومې موافقې پای ته ورسېده


په قاهره کې د سولې غونډې ګډونوال
په قاهره کې د سولې غونډې ګډونوال

د اسرائیل او غزې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د مصر په پلازمینه قاهره کې د عربي هېوادونو غونډه د کومې موافقې پرته پایته ورسیده

غونډه شنبه اکټوبر ۲۱ (تلې ۲۹) جوړه شوې وه چې د اسرائیل او لوړپوړو امریکايي چارواکو پکې شتون نه درلود.

په غونډه کې د عربي‌ هېوادونو مشرانو په غزه کې د اسرائیل لخوا هوايي بریدونه وغندل او اروپايي مقاماتو بیا د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، چې ددغه غونډې کوربه و، وویل چې د غونډې د جوړیدو هدف په غزه کې د بشري ناورین پایته رسېدل او د سولې ټینګښت ته د یوې دایمې حل لارې موندل دي.‌

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه غونډه دوې اوونۍ وروسته له هغې چې د غزې تړانګه کې د اسرائیل او حماس د جګړې له امله زرګونه کسان ووژل شول او بیا د اسرائیل لخوا د دغه سیمې کلابندۍ چې له دوو میلیونو څخه زیات خلک یې د "بشري کړکیچ" پر پولې کینولي، د ګډون کوونکو هېوادونو د مشرانو او د بهرنیو چارو وزیران لخوا د یوې ګډې اعلامیې د صادرولو پر سر بې له کومې موافقې پایته ورسیده.

رويټرز د راپور په حواله،‌ په دغه غونډه کې ډپلوماتان یوې موافقې ته د رسیدو په اړه ډېر خوشبین نه وو، ځکه چې اسرائیل په غزې کې د حماس د ځپلو لپاره چې د اکتوبر په اوومه نېټه یې په اسرائیل باندې د ناڅاپه برید په ترڅ کې ۱۴۰۰ کسان ووژل، د ځمکني برید لپاره چمتوالی نیسي.

د حماس له بریدونو وروسته، اسرائیل په یو غچ اخیستونکي اقدام کې د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې پر غزې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړي دي.

د غزې د روغتیايي مسؤلینو په وینا، ددغو بریدونو له امله نږدې ۴۳۸۵ کسان وژل شوي او سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د رویټرز په وینا، په داسې حال کې چې اسلامي هیوادونو استازو د اسرائیل د بریدونو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوله، خو پدغه سرمشریزه کې بیا لویدیځ هیوادونو ملکي وګړو ته د بشري مرستو لیږلو باندې ټینګار درلود.

د اردن پاچا، ملک عبدالله "د اسرائیلي بریدونو په اړه نړیواله چوپتیا" وغندله او د اسرائیل او فلسطین شخړې ته یې په یو شانته د رسیدګۍ غوښتنه وکړه.

هغه وويل:"د غزې په لویدیځه غاړه کې د بې ګناه ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله غصه او خواشینی دی."

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس هم وویل، چې فلسطینیان هېڅ ځای ته نه ځي او په خپله خاوره کې به اوسئ.

بلخوا په غونډه کې د فرانسې استازې غزې ته د "بشري دهلیز" د جوړولو غوښتنه وکړه، او ویې ویل، چې ددغه دهلیز جوړیدل به د اوربند لپاره لاره هواره کړي.

د اروپايي شورا مشر چارلز میشل د دې غونډې اصلي موخه "د یو بل خبرو ته غوږ نیول" وبلل.

هغه زیاته کړه: "موږ باید په ګډه د بشري وضعیت، په سیمه کې د تاوتریخوالی د زیاتیدو څخه د مخنیوی او د اسرائیل او فلسطین د سولې بهیر د موضوعاتو په اړه کار وکړو."

په قاهره کې د سولې غونډه پداسې حال کې بیله کومې موافقې پایته رسیږي، اسرائیل چې د حماس ډلې پرې د اکټوبر په اوومه بریدونه وکړل، د غچ اخیستو لپاره یې په غزې هوایي بمبارۍ کړې، د حماس پر ضد یې په رسمي توګه د جګړې اعلان کړی او هم یې د غزې په شمال کې څه باندې یو میلیون وګړو ته خبرداری ورکړی چې باید خپل کورونه پریږدي او جنوب ته کډه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG