د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې په زلزلې کې 'لسګونه افغانان هم مړه' شوي دي


د ترکیې په جنوبي سیمه کې چې د دوشنبې د ورځې په زلزله کې سخته ځپل شوې، لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فیاض ترکمن په نوم یو افغان امریکا غږ ته وویل چې ۷۰ تنه افغانان مړه شوي او ډیر شمېر لا هم د ودانیو لاندې ورک دي.

د هغه په وینا، د ترکیې په لسو زیانمنو شویو ښارونو کې تر ۷۰ زره افغانان اوسیږي او د افغانانو نژدې ۱۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

په ترکیه کې د عبیدالله اسلم خان په نوم بل افغان امریکا غږ ته وویل چې د سلو په شاوخوا کې افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه وویل چې د "واکانت" په سیمه کې ډېر افغانان زیانمن شوي دي.

په ترکیې او سوریې کې د دوشنبې په ورځ د ریکتر په کچه د ۷.۸ درجې زلزلې د مړو شمېر له ۵۰۰۰ اوښتی دی. د امریکا په شمول ګڼو هېوادونو له زلزله ځپلو سره د مرستو غږ کړی دی.

د امریکا بیړنۍ مرستې

د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار د اطفایي ریاست د دوشنبې په ورځ (فبروري ۶) ترکیې ته د ژغورنې یو ټیم لیږلی.

د لاس انجلس ښار د اطفایې رئیس انټوني مئرون په خبري کنفرانس کې وویل د ژغورنې یو ۷۸کسیز ټيم تیار دی او د پلټنې ماهرین، د اطفایي مامورین، عاجلو طبي خدماتو متخصصین، ډاکټران، روزل شوي سپي، د نجات عمله او ساختماني انجینران پکې دي. دا ټیم به د امریکا د نړیوالې پرمختیاې ادارې (یو.اس.آیډ) لخوا همکاري کوي.

د لاس انجلس د اطفایي څانګه د لادرکو کسانو په موندلو او د سمون په چارو کې په امریکا او نورو هیوادونو کې ډیره تجربه لري.

د امریکا سربیره، د روسیې، چین، پاکستان او ایران په ګډون د نړۍ ډیرو نورو هیوادونو هم د زلزله ځپلو سره د مختلفو همکاریو او مرستو رسولو خبر ورکړی.

په زلزله ځپلې سیمه کې هوا ډېر سړه او په کنګل حالت کې ده چې د ورکو کسانو د موندنې او مرسته رسونې چارې یې ټکنۍ کړي دي.

XS
SM
MD
LG