د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: امریکا په ترکیې اف-۱۶ جنګې الوتکې پلوري 


اف-۱۶ جنګي الوتکه
اف-۱۶ جنګي الوتکه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د اکتوبر په ۱۷ (تلې ۲۵) وویل چې متحده ایالاتو وړاندیز کړی دی چې د اف-۳۵په جنګي جت الوتکو کې د انقرې د پانګونې په بدل کې پر ترکیې اف-۱۶ جنګي الوتکې وپلوري.

امریکا وروسته له هغې انقره د اف-۳۵ جنګي جت الوتکو د خرڅلاو له پروګرام نه وایستله چې ترکیې د واشنګټن د خبرداري سره سره له روسیې څخه د اس-۴۰۰ په نامه د توغندیو د دفاع سیستم واخیست.

د رویترز اژانس د روانې میاشتې په لومړیو کې خبر ورکړ چې ترکیې امریکا ته د اف-۱۶ جنګي الوتکو د اخیستلو وړاندیز کړی دی.

ښاغلي اردوغان نن د یکشنبې په ورځ لویدیځې افریقا ته د خپل سفر له پیل کیدو دمخه وویل: "مونږ ۱.۴ میلیارد ډالر د اف-۳۵ الوتکو اخیستلو ته ورکړل او متحده ایالاتو د هغې په بدل کې مونږ ته داسې وړاندیز وکړ (د اف-۱۶ الوتکو د اخیستلو)."

د ترکیې ولسمشر وویل چې ددې هیواد د پوځي اړتیاو د بشپړولو لپاره یې باید ګامونه اوچت کړی وای. هغه زیاته کړه چې اف-۱۶ الوتکې به ددې هیواد د هوایي ځواک په پراختیا کې مرسته وکړي.

انقرې غوښتل ۱۰۰ اف-۳۵ جنګي جت الوتکې له امریکا څخه واخلي.

خو بیا هم د اف-۱۶ جنګي جت الوتکو اخیستل له ستونزو سره مخامخ دي، ځکه د متحده ایالاتو کانګرس باید هغه تصویب کړي؛ چیرته چې د ترکیې په وړاندې دومره ښه نظر نشته.

د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس هڅه کوي د جو بایډن په ادارې فشار راوړي چې پر ترکیې باندې د بشري حقونو د سابقې او له روسیې څخه د وسلو د اخیستلو په اړوند فشار راوړي.

XS
SM
MD
LG