د لاس رسي وړ اتصالات

 د ترکیې دویم دور ټاکنو کې ملتپاله کاندید د اردغان څخه ملاتړ اعلان کړ  


رجب طیب اردوغان او سنان اوغان
رجب طیب اردوغان او سنان اوغان

د ترکیې د جمهوري ریاست د لومړي دور ټاکنو درېیم مخکښ ملتپال کاندید سنان اوغان په دویم دور ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان ملاتړ اعلان کړی دی.

سنان اوغان په لومړي دور انتخاباتو کې ۵.۲ سلنه رایې وړې وې او که همدا رایې اردغان ترلاسه کړې وای، ګټونکی اعلانېده.

سنان ځان یو ملتپال ګاندید معرفي کوي‌ چې له ترکیې څخه د میلیونونو کډوالو د اېستلو او د «ترهګرۍ» په ضد د قوي اقداماتو غوښتونکی دی.

نوموړي نن دوشنبه مۍ ۲۱ (جوزا لومړۍ) په یوې تلویزوني وینا کې وویل: «موږ به د مۍ په ۲۸ په دویم دور انتخاباتو کې د خلکو ایتلاف د کاندید رجب طیب اردوغان ملا وتړو.» هغه د جمعې په ورځ له اردوغان او د هغه د سر سخت سیال قلیچدار اوغلو سرهم جلا جلا لیدلي وو.

ښایي له اردوغان سره د سنان یو ځای کېدل د قلیچدار اوغلو په رایو باندې منفي اغیز وکړي، ځکه چې هغه هم له لومړي دور ټاکنو وروسته په خپلو خبرو کې هڅه کوي چې د ترکیې د ملتپالو رایې ترلاسه کړي. قلیچدار اوغلو همدغه راز له ترکیې څخه د کډوالو د اېستلو خبرې کړې دي.

کارپوهان په دې باور دي چې د سنان اوغان ګوند څو میاشتنی دی او شاید د ټاکنو په نتایجو باندې ډېر اغیز ونلري. کارپوهان وايي چې د سنان ملاتړي د اردوغان او قلیچداراوغلو څخه خوشحال نه دي.

اردوغان اشاره ورکړې ده سنان اوغان ته یې د هېڅ ډول امتیاز ورکولو ژمنه نه ده کړې.

د ترکیې د جمهوري ریاست په لومړي دور انتخاباتو کې هېڅ کاندید تر ۵۰ سلنې ډېرې رایې ترلاسه نه کړې، د ترکیې د قانون په اساس، په دې صورت کې ټاکنې د دوو هغو کاندیدانو ترمنځ دویم دور ته ځي چې ډېرې رایې یې وړې وې.

په لومړي دور ټاکنو کې اردغان څه باندې ۴۹ او سر سخت سیال قلیچداراوغلو څه باندې ۴۴ فیصده رایې وړې وې.

XS
SM
MD
LG