د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه وایي د امریکا سره خبرو ته تیار دي


Turkey Russia

ترکیه وایي چې که امریکا ورته گواښونه ورکول پریږدي نو تیار دي چې د هغوي سره د روانې مسلې د حل لپاره خبرې وکړي.

د ترکیې د بهرنو چارو وزیر میولوت کاوسگلو د چارشنبې په ورځ ویلې دي چې د امریکا سره د روان بحران د حل لپاره خبرو ته تیار دي خو پکار ده چې امریکا ورته د خبرداریو ورکول پریږدي.

ښاغلي کاوسگلو په انقرې کې د سفیرانو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د اروپایي اتحاد سره یې هم اړیکې سمې شویدي.

هغه وویل چې د اروپایي اتحاد د مشرانو سره به په راتلونکې کې ملاقاتونه وکړي او د ترکانو د ویزې د پرته د سفر په اړه به ورسره وغږیږي. ترکیه د روسیې سره هم د ویزې نه د پرته په سفر کولو کار کوي او وایي چې د لوی اختر نه وروسته به دغه پیل شي.

د یادونې وړ ده چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جان بولټن د دوشنبي په ورځ په امریکا کې د ترکېې د سفیر سره ملاقات وکړ او په ترکېې کې د بندی امریکایي پادري اینډریو برونسن په اړه یې ورته خبرداری ورکړ. هغه وویل چې تر څو ترکیې دغه پادري خوشې نه کړي، امریکا به نور شرایط و نه مني.

XS
SM
MD
LG