د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې پوځ د عراق په شمال کې د کردي وسله والو مرکزونه بمبار کړي


د پي کې کې وسله وال د بغداد په شمال کې د تمریناتو پر مهال لیدل کیږي.
د پي کې کې وسله وال د بغداد په شمال کې د تمریناتو پر مهال لیدل کیږي.

د ترکیې پوځ وایي سه شنبه سپټمبر درییمه (وږي ۱۲) یې د عراق په شمال کې په غرنۍ سیمې په څو اهدافو تازه هوایي بمبارۍ کړي چې د کردي وسله والو د پټیدو مرکزونه یې بللي دي.

د دفاع وزارت ویلي چې په شپږو سیمو کې یې ۲۰ اهداف ویشتي دي او پرته لدې چې شواهد وړاندې کړي ادعا یې کړي چې پدې تازه هوایي بریدونو کې یې ګڼ شمیر وسله وال وژلي دي.

د وزارت په اعلامیې کې ادعا شوې چې پدې هوایي بریدونو کې سمڅې، بنکرونه، سرپناوې، ډیپوګانې او تاسیسات په نښه شوي چې په وینا یې د کردانو کارګر ګوند یا پي کې کې وسله والو ترې کار اخیسته.

ترکیه او لویدیځ متحدین یې پي کې کې ترهګر سازمان بولې چې د ۱۹۸۴ میلادي کال راهیسې د انقرې دولت پر ضد وسله واله بغاوت کوي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د همدې تیرې شنبې په ورځ یو ځل بیا وویل چې "بیلتون غوښتونکي" به محو کړي او استدلال کوي چې نه یوازې ترکیې بلکې عراق ته هم ګواښ دي.

د PKK ډله د عراق په شمال کې د کردستان په نیمه خپلواکه سیمه کې د پټیدو مرکزونه لري چې ترکیه پرې وخت ناوخته د بغداد د انتقادونو سربیره هوایي بمبارۍ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG