د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې ۱۲ ترکي سرتیري وژل شوي


د ترکیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ، ډسمبر ۲۳(مرغومی دویمه)‌ وویل، چې په تیرو دوو ورځو کې د عراق په شمال کې د ترکي سرتیرو پر پوځي اډو باندې د کردستان د کارګر ګوند په جلا بریدونو کې۱۲ ترکي سرتیري وژل شوي‌ دي.

ترکیې په تېرو ۲۵ کلونو کې د کردستان د کارګر ګوند (پي کی کی) پر وړاندې چې ترکیه یې یو ترهګر سازمان ګڼي، د عراق په شمال کې څو پوځي اډې جوړې کړې دي.

د ترکیې د دفاع وزارت په یوې خبر پاڼې کې ویلي، چې د کردستان د کارګر ګوند لخوا د جمعې ورځې برید، هیکوریک ته نږدې پداسې حال کې تر سره شو چې ترکي ځواکونه په دغه سیمه کې په پوځي عملیاتو بوخت وو.

د اکتوبر په میاشت کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه وکړه چې په عراق او سوریه کې به په "ترهګریزو" اهدافو باندې خپل بریدونه پراخ کړي.

د کردستان د کارګر ګوند چې له لسیزو راهیسې د ترکیې له حکومت سره په خونړۍ جګړه کې ښکیل دی، په وروستۍ پيښه کې یې د ترکیې په پلازمینې انقره کې د اکتوبر د لومړۍ نیټې د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست. په هغه برید کې د ترکیې د پولیسو دوه مامورین ټپیان شوي وو .

له ۱۹۸۴ کال راهیسې چې د کردستان کارګر ګوند پاڅون پیل کړی، د دغې ډلې د تاوتریخوالی له امله او همدارانګه د دغې ډلې د ځپلو په موخه په بریدونو کې لسګونه زره کسان وژل شوی دی.

د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه هم د کردستان کارګر ګوند یو ترهګر سازمان ګڼي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG