د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې د پي کې کې د ۱۱ غړو محاکمه پیل شوه 


په فرانسه کې سه شنبه په ورځ اپریل ۴ (وري۱۵) د ۱۱ کسانو محاکمه پیل شوه چې ګمان کیږي د کردستان د کارګر ګوند (PKK) جګپوړي غړي دي او د شوکې ، ترهګرو سره مالي مرستې کولو او د دې سازمان لپاره په تبلیغ کولو تورون دي.

دا ۱۱ د شک لاندې کسان ټول د ترکیې اتباع دي او عمرونه یې د ۲۴ تر ۶۴ کلونو پورې دي خو یوه یې هم د پي کې کې په ډله کې غړیتوب ندی منلی او ویلي یې دي چې دا ډله په فرانسه کې هیڅ موجودیت نلري.

په قضیه کې د ۱۱ څخه نهه تنه یې د پاریس په جنایي محکمې کې د محاکمې په لومړۍ ورځ حاضر وو. سره لدې چې دا کسان ادعا لري پي کې کې په فرانسه کې شتون نلري خو تحقیق کوونکي ګمان کوي چې فرانسه او شاوخوا ګاونډیان یې د دې ډلې د فعالیتونو لپاره شرایط برابروي.

متحده ایالات، اروپایي اتحادیه او ترکیه د پي کې کې ډله د ترهګریز سازمان په توګه پیژني.

دا ډله د څو لسیزو راپدیخوا د انقرې په خلاف وسله واله مبارزه کوي او غواړي چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې، چې دغه اقلیت ډله پکې ده، لا ډیره خپلواکي ورکړل شي.

په فرانسې کې شاوخوا ۱۵۰ زره کردان ژوند کوي، ۱۰۰زره یې په هالنډ او نږدې یو ملیون یې په جرمنې کې دي او داسې ګمان کیږي چې پدې کسانو د کردستان د کارګر ګوند منظمې شبکې فعالیت لري.

په فرانسه کې د پي کې کې د فعالیتونو په هکله پلټنې په ۲۰۲۰ کال وروسته تر هغه پیل شوې چې دوې کردۍ نجونې چې عمرونه یې ۱۸ او ۱۹ کاله و، د فرانسې په جنوب ختیځ کې لادرکه شوې او ډیر ژر معلومه شوه چې هغوي کوم بل اروپایي هیواد ته د پي کې کې د روزنې کمپ ته تللي دي.

تحقیق کوونکي همدارنګه د پلټنو پر مهال په فرانسه کې د کردانو یوه اتحادیه پیدا کړله چې د ټولنې څخه یې مالیه راټولوله او په همدې پیسو یې د پي کې کې سره مالي مرستې کولې.

اوسمهال شاوخوا ۳۵ میلیون کردان په عراق، ایران، سوریه او ترکیه کې میشت دي او خپل مستقل هیواد نلري.

د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د فرانسې د پاریس په ښار کې درې کردان په ډزو سره ووژل شول او د پیښې څیړونکو دا د توکمپالنې څخه یو زېږېدلی عمل وباله.

XS
SM
MD
LG