د لاس رسي وړ اتصالات

د ارمنیانو 'نسل وژنه'؛ ترکیې د امریکا سفیر احضار کړ


په انقره کې د امریکا د سفارت ودانۍ
په انقره کې د امریکا د سفارت ودانۍ

له هغه وروسته چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د عثماني امپراتورۍ له لوري په ۱۹۱۵ کې د ارمنیانو وژل نسل وژنه وبلله،‌ ترکیې په انقره کې د امریکا سفیر احضار کړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیدات انال د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر ډیویډ ساتېرفیېلډ ته وویل چې د ارمنیانو د نسل وژنې په اړه د ولسمشر جوبایډن څرګندونې بې اساسه دي او انقره یې ردوي، په کلکه یې غندي او ورته د منلو نه دي.

د ترکیې حکومت وايي‌امریکا په اړیکو کې داسې ټپ جوړ کړی چې رغول یې ډېر مشکل دي.

د لسیزو راهېسې جوبایډن د امریکا لومړی جمهور رئیس شو چې د ۱۹۱۵ او ۱۹۲۴ کلونو ترمنځ د عثماني‌امپراتورۍ له لوري‌ د اټکل له مخې د ۱.۵ میلیون ارمنیانو وژل نسل وژنه وبلله.

ارمنیان وایي چې دوی شاقه کارونو ته اړ ایستل شوي،‌ شړل شوي او قتل عام شوي‌ دي.

خو د ترکیې حکومت د ارمنیانو د نسل وژنې او د ورک کولو په اړه د هر قصدي عمل پلان خبره ردوي.‌د ترکیې حکومت وايي اکثریت قربانیان د جګړې تلفات وو او یا روسانو وژلي وو. ترکیه همدغه راز وايي چې د وژل شویو ارمنیانو شمېر تر هغه ډېر کم دي‌ چې خپور شوی او منل شوی دی.

سپینې ماڼۍ له لسیزو راهېسې هڅه کوله چې د ارمنیانو وژل نسل وژنه ونه بولي خو ښايي د ښاغلي بایډن پرېکړه د امریکا او ترکیې خرابې اړیکې نورې هم پسې خرابې کړې.

د ترکیې مخالفو ګوندونو هم د امریکا دا دریځ غندلی دی.

خو ارمنیانو د دغه تصمیم هرکلی کړی او د ارمنستان صدراعظم په دې اړه جمهور رئیس بایډن ته یو لیک هم استولی دی.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "ارمني مهاجرو له لسیزو راهیسې له بېلا بېلو لارو څخه په امریکا کې خپله ونډه ادا کړې، خو هیڅکله یې خپل دردونکی تاریخ ندی هیر کړی."

ښاغلي بایډن زیاته کړې: "مونږ د هغوی کیسې ته درناوی کوو. درد یې وینو. او د هغوی د تاریخ شاهدان یو. زمونږ دغه اقدام د چا د مقصر ګڼلو لپاره ندی، په دې دلیل دی چې نور دغه ډول پیښه تکرار نشي."

د ولسمشر بایډن له اعلامیې څو شېبې وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر کې ولیکل: االفاظ بدلولی او یا له سره لیکلی نشي. موږ په خپل تاریخ له هیچا څخه هم زده کړې نه ترلاسه کوو.

د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي مقام خبریالانو ته وویل چې واشنګټن لاهم ترکیه د ناټو یو متحد ګڼي او د ترکیې او ارمنستان د پخلاینې غوښتونکې ده.

رونالد ریګن دامریکا یواځنی جمهور رئیس و چې دغه پیښه یې نسل‌ وژنه کڼلې وه.

XS
SM
MD
LG