د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه داعشي بندیان "خپلو اصلي هیوادونو ته استوي"


ترکي پوځیان په سوریه کې
ترکي پوځیان په سوریه کې

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، ویلي په پام کې لري چې د داعش د ډلې ټول بندیان خپلو اصلي هیوادونو ته ستانه کړي.

ښاغلي سویلو چې د شنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ١١) خبریالانو ته وینا کوله، اروپایي هیوادونه د خپلو هغو اتباعو په وړاندې په "بې ‌مسوولیتۍ" تورن کړل چې د داعش په لیکو کې جنگیدلي او اوس له ترکیې ځواکونو سره بندیان دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وروسته له هغه دغه انتقاد وکړ چې اروپایي هیوادونو ترکیه ددغو پخوانیو جنگیالیو د ساتنې او د هغوی د دوسیو د ارزونې په چارو کې یوازې پریښې ده.

هغه وویل: "دا موضوع مونږ ته د منلو وړ نده. دا کار په عین وخت کې غیرمسوولانه دی. مونږ د داعش نیول شوي غړي بیرته خپلو هیوادونو ته استوو."

له دې دمخه ترکي پوځیانو ویلي وو چې د داعش د ډلې په لسگونو غړي یې چې پر سوریې د ترکیې د برید په نتیجه کې له زندانونو تښتیدلي وو بریته نیولي دي.

XS
SM
MD
LG