د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي الوتکو له ترکیې نه پر داعش بریدونه پیل کړل


متحده ایالاتو له ترکیې نه پر داعش باندې د F١٦ ډوله جت الوتکو عملیات پیل کړ
متحده ایالاتو له ترکیې نه پر داعش باندې د F١٦ ډوله جت الوتکو عملیات پیل کړ

د ترکیې د انجیرلیک هوایي اډې نه د داعش د ترهګرې ډلې په وړاندې د متحده ایالاتو هوایي بریدونو د پیل له اعلان سره په دغې اډې باندې جټ الوتکې گرځي راگرځي.

د داعش په وړاندې د متحده ایالاتو د اف ١٦ ډوله جت الوتکو په مرسته هغه یو کلن عملیات نور هم پراخ شول چې منتقدینو ورته د ډیرې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې له دې اډې نه د اف ١٦ ډوله جت الوتکو عملیات همدا نن سهار پیل شوي دي.

د متحده ایالاتو په مشرۍ ټلوالې د روانې میاشتې په پیل کې د انجیرلیک له هوایي اډې نه د داعش په وړاندې د بې پیلوټه الوتکو هوایي عملیات پیل کړي و او دا لومړی ځل دی چې له دې اډې نه پوځي پیلوټان په سوریې کې پر داعش بمبار کوي.

ترکیې تیره میاشت موافقه وکړه چې د متحده ایالاتو پوځ ته اجازه وکړي چې د سوریې سره پر پوله پرته سیمه کې د انجیرلیک له اډې نه کار واخلي.

چارواکي دا پلان د داعش نه د یوې پاکې سیمې د رامنځ ته کیدو هڅه ونوموله چې د سوریې د شمالي پولې١٠٠ کیلومتره ځمکې باندې غځیدلې ده. که څه هم د ترکیې حکومت له ډېرې مودې راهیسې په دې سیمه کې پر الوتنو د بندیز غوښتنه کوي خو په دې پلان کې په سیمه کې پر الوتنو هیڅ بندیز نشته.

XS
SM
MD
LG