د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: غواړو پاکستان هم د کابل هوايي ډګر امنیت ساتلو کې راسره وي


اردغان په بروکسل کې ویلي غواړي پاکستان هم د کابل هوايي ډګر امنیت ساتلو کې ورسره وي
اردغان په بروکسل کې ویلي غواړي پاکستان هم د کابل هوايي ډګر امنیت ساتلو کې ورسره وي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو څخه «دپلوماتیکې، لوژیستکي او مالي» مرستې غواړي.

ښاغلي اردوغان د دوشنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولي ۲۴) په بروکسل کې د ناټو د ځینو مشرانو سره له ملاقاتونو وروسته خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه یې امریکا ته خپل نظر څرګند کړی دی.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه: «ما د افغانستان په اړه ښاغلي بایډن ته خپل نظر څرګند کړی. که هغوی نغواړي‌ چې موږ له افغانستان څخه ووځو، که هغوی هلته ( د ترکیې) مرسته غواړي، بیا نو هغه لوژیستکي، مالي او دپلوماتیکي مرستې چې امریکا به یې راته برابروي، ډېرې مهمې وي.»

ښاغلي اردوغان په دې برخه کې د پاکستان د رول یادونه هم وکړه او وویل: «بله مسئله دا ده چې موږ په دې اړه هم خپل نظر څرګند کړی دی چې موږ سره به پاکستان او هنګري هم په افغانستان کې وي.»

د افغانستان حکومت د ترکیې د ولسمشر د دغو څرګندونو په اړه لا څه نه دي‌ ویلي، خو په پاکستان باندې یې تل دا انتقاد کړی چې په خپله خاوره کې طالبان ساتي، پالي،‌ روزي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره استوي.‌ اسلام اباد دا تورونه نه مني.

رجب طیب اردغان دا خبره هم وکړه چې د طالبانو «واقعیت» د هېرولو نه دي او له طالبانو سره به هم په دې اړه خبرې کوي. خو طالبانو وار دمخه د ترکیې له پاتې کېدو سره مخالفت کړی دی او ویلي دي چې د امریکا سره د تړون په اساس باید ترکي عسکر هم له افغانستان څخه ووځي.

د ترکیې ولسمشر د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره هم لیدلي او دواړو خپلې خبرې مثبتې بللي‌ دي.

ښاغلي بایډن د افغانستان په اړه وویل: «موږ ژمنه وکړه چې د افغانستان له خلکو سره به زموږ دپلوماتیکي، اقتصادي او بشري مرستې او له افغان ځواکونو څخه به زموږ ملاتړ دوامدار او پایدار وي.»

ښاغلي بایډن د خپلو متحدینو مننه وکړه چې د ترهګرۍ سره په مبارزې کې ورسره یو ځای دي‌ دا مشترک درک لري چې هلې ځلې به کوي چې افغانستان بیا د ترهګرو په پناه ځای بدل شي.

ترکیه دا مهال ۵۰۰ عسکر په افغانستان کې لري چې د ناټو په چوکاټ کې په ماموریت بوخت دي. لا معلومه نه ده چې ښاغلي بایډن د ښاغلي اردوغان له دغه وړاندیز سره به موافقه وکړي که نه.

د ناټو منشي ینس ستولتنبرګ ویلي وو چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره به بودجه برابروي.‌

XS
SM
MD
LG