د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د کابل د هوايي‌ ډګر د امنیت او مدیریت مسئولیت غواړي 


د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر
د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

ترکیې وړاندیز کړی دی چې له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو څخه وروسته غواړي د کابل د نړیوال هوایي ډګر امنیتي‌ او نورې چارې په غاړه واخلي.

امریکايي چارواکي وايي ترکیې د دغه کار لپاره یو لړ شرایط ټاکلي دي‌ چې باید پوره شي.

د ترکیې چارواکو د مۍ په میاشت کې د ناټو عمومي غونډې ته دا وړاندیز سپارلی دی. رویټرز خبري اژانس د یو ترکي چارواکي له خولې لیکلي دي‌ چې انقرې او واشنګټن په دې اړه خبرې کړي‌ او امریکا د ترکیې ځینې شرطونه منلي هم دي.

دغه چارواکي ویلي‌ دي: «له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو له پلان وروسته، ترکیې د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو وړاندیز وکړ او په دې اړه د امریکا او ناټو له چارواکو سره خبرې روانې دي.»

د ترکیې د دفاع وزیر تېره ورځ وویل چې د ترکیې شرطونه د ایتلافیانو په مرستو پورې تړلي‌ دي، «مونږ شرایطو ته په کتو غواړو افغانستان کې پاتې شو. خو زموږ شرطونه څه دي؟ سیاسي، مالي او لوژیستکي ملاتړ. که دا شرطونه پوره شي،‌ موږ په کابل کې د حامد کرزي‌ په نړیوال هوايي ډګر کې پاتې کېدای شو.»

یو امریکايي‌ چارواکي د نوم د نه خپرولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي‌ چې امریکا د انقرې د دغه وړاندیز هرکلی کوي،‌ خو هغوی ډېرې پېسې غواړي. دغه چارواکي همدغه راز په ترکیې باندې د اعتبار مسئله هم یاده کړه، خو وایي چې واشنګټن هڅه کوي یوه حل لاره پیدا کړي.

ناټو بله دوشنبه پر افغانستان خبرې کوي چې د امریکا او ترکیې ولسمشران جوبایډن او رجب طیب اردوغان به هم په کې له یو بل سره وویني.

ترکیه د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې شاوخو ۵۰۰ عسکر لري چې افغان امنیتي ځواکونه روزي، سلا مشورې ورکوي‌ او تجهیزوي.

له افغانستان څخه د مۍ په میاشت کې د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي او ټاکل شوې دا بهیر د ۲۰۲۱ د سپتمبر په ۱۱ بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG