د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: امریکا ته د غني په سفر کې پاکستان باید د افغانستان د ناامنیو مسول ونه ګڼل شي


 پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې کابل باید پر پاکستان باندې د تورونو د لګولو لړۍ بنده کړي او په وینا یې باید په افغانستان کې د ناامنیو مسولیت په پاکستان وانه اچول شي.

د امریکا متحده ایالاتو ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په را روان سفر کې ښايي پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې د رول په نه لوبولو مسول وګڼل شي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي: "په پوره اندازه ملامت شوي یو...مونږ مسولیت نه اخلو."

ښاغلي قریشي د دوشنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولي ۲۴) د افغانستان-پاکستان په دوه اړخیزه غونډه کې وویل: "هغوی ته [غني او مل پلاوي ته] بخت او د ښه لیدنې کتنې هیله کوم، خو پریږئ چې مخکې له مخکې ووایم چې که واشنګټن ته د تللو هدف د [افغانستان] سولې د ټولو نیمګړتیاو او نه پرمختګ په وجه د پاکستان د مسول ګڼلو او ملامتولو د نوې لوبې پیل وي، دا [سفر] به هیڅ مرسته ونکړي."

تمه ده چې جمهور رئیس غني په راتلونکو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان مشارکت ګډ مسولیت وګاڼه او وویل چې اسلام آباد پدې بهیر کې خپله ونډه په "صادقانه او مخلصانه" توګه ترسره کړې ده. هغه وویل چې دا په افغانانو پورې اړه لري چې د خپل هیواد دپرمختګ په هکله تصمیم ونیسي او هغوی چې ددې کار د کولو توان لري پیدا کړي.

ښاغلي غني څه وخت مخکې د جرمني د شپیګل ورځپاڼې سره په مرکه کې پاکستان د طالبانو څخه په "سیستماتیک ملاتړ" تورن کړ او وویل چې طالبان له پاکستان څخه مالي او لوژستیکي ملاتړ ترلاسه کوي او په هماغه هیواد کې جلب او جذب کیږي.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او ښاغلي قریسي په وینا اسلام آباد په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره بې دریغه هڅه کړې ده.

د طالبانو-امریکا ترمنځ د دوحې تړون له لاس لیک وروسته ددغې لاسته راوړنې امتیاز د پاکستان حکومت ځان ته ځانګړی کړ او وویل چې پاکستان د خپل نفوذ نه په استفادې طالبان د خبرو میز ته راوستل.

تیره اونۍ د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، هم د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل پاکستان په وار وار ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره به پر طالبانو باندې له خپل نفوذ څخه کار واخلي، خو په عمل کې تر اوسه څه ندي لیدل شوي.

ښاغلي صالح وویل چې طالبان چاودیدونکي توکي [ې په بمي بریدونو او ماین ایښونو کې کاروي زیاته برخه یې د پاکستان څخه ترلاسه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې د ورځې په غونډه کې وویل چې پاکستان تصمیم نیولی چې له دې وروسته د افغانستان په داخلي چارو کې لاس ونه وهي.

له دې دمخه د پاکستان صدراعظم عمران خان، هم ویلي وو چې هیواد یې باید په افغانستان کې لاسوهنه ونکړي او یا داسې هڅه ونکړي چې په هغه هیواد کې د خپل پام وړ کسان ولري.

عمران خان وویل: "زما حکومت احساسوي چې دا سیاست زوړ دی. مونږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق ته اړتیا نلرو. هر هغه حکومت چې د افغانستان خلک یې ټاکي پاکستان باید له هغې سره معاکله وکړي. مونږ باید په افغانستان کې هیڅ ډول لاسوهنه ونه کړو یا نه ښایي چې د هغې د ترسره کولو هڅه وکړو."

لوړپوړي پاکستاني مقامات پداسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د افغانستان د حکومت سره خبرو لپاره د طالبانو د حاضرولو په خاطر پر اسلام آباد باندې فشارونه زیات شوي دي.

بین‌الافغاني مذاکرات د تیر کال د سپتمبر په ۱۲ (وږي ۲۲) په دوحه کې په رسمي توګه پیل شول خو تر اوسه ترې کومه څرګنده نتیجه نده ترلاسه شوی.

XS
SM
MD
LG