د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې یو ځل بیا افغانستان ته پروازونه بند کړل


د افغانستان د هوايي شرکتونو الوتنې هم ترکیې ته بندې شوي دي.
د افغانستان د هوايي شرکتونو الوتنې هم ترکیې ته بندې شوي دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مسؤلین وايي د ترکیې هیواد «ترکش ایرلاین» شرکت یو ځل بیا افغانستان ته خپل الوتنې بندې کړي دي.

د دغه ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن دوشنبه اکتوبر۵ (تلې۱۴) امریکا غږ ته وویل چې یاد هیواد په افغانستان کې د کرونا ویروس د یو ځل بیا پراخېدو له امله خپلې الوتنې بندې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې هیواد په دې اړه کوم مکتوب نه دی لېږلی، بلکې د ملکي هوايي چلند ادارې سره یې تماس نیولی او دا خبر یې ورکی دی.

هغه زیاته کړه: "د هغه تماس په اساس چې هغوی د ملکي هوايي چلند ادارې سره لاره، د کرونا ویروس پراخېدو له امله یې یو ځل بیا افغانستان ته خپل پروازونه بند کړي. د افغانستان د هوايي شرکتونو پروازونه هم ترکیې ته بند شوي دي."

نوموړي وویل معلومه نه ده چې دغه الوتنې به د اکتوبر میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته له سره پيل شي او که نه.

ښاغلي صالحي زیاته کړه چې ترکش ایرلاین شرکت ایران او عراق ته هم خپلې الوتنې بندې کړي دي.

په افغانستان او نړۍ کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته د ترکیې په ګډون یو شمېر نورو شرکتونو هم افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړي وي.

ترکش ایرلاین تر درې میاشتني ځنډ وروسته تېره میاشت افغانستان ته الوتنې پیل کړې وې.

XS
SM
MD
LG