د لاس رسي وړ اتصالات

اوغلو: طالبان له ترکیې څخه د افغان مهاجرو په بیرته تګ کې مرسته کوي


په ترکیه کې د طالبانو د پلاوي خبرې
په ترکیه کې د طالبانو د پلاوي خبرې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبانو ورسره ژمنه کړې چې په ترکیه کې د میشتو افغان مهاجرو سره د مرستې لپاره چې غواړي هیواد ته ستانه شي پوره هڅه وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) په انقره کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي سره له کتلو وروسته وویل: "مونږ یو معین شمیر افغان مهاجرین لرو. یو شمیر یې غواړي بیرته افغانستان ته ولاړ شي. د طالبانو مشرتابه وویل چې دوی به هیواد ته د هغوی د ستنیدو لپاره هر څومره ملاتړ چې وکړای شي، برابر کړي."

ښاغلي اوغلو همداشان زیاته کړه چې د طالبانو له پلاوي سره یې د مهاجرو د بل سیلاب په مخنیوي هم خبرې کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ددې هیواد دولتي رسنیو ته وویل: "مونږ یو ځل بیا هغوی [طالبانو] ته وویل چې د هیواد د یووالي لپاره باید ټول شموله اوسي."

ښاغلي چاووش اوغلو وویل چې هغه په کار کې د ښځو د مشارکت او د نجونو د زده کړو په هکله د ترکیې سپارښتنې د طالبانو له پلاوي سره شریکې کړې.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته غربي هیوادونو ددې هیواد څخه خپل سفارتونه ایستلي دي، خو د ناټو غړي هیواد ترکیې لاهم په افغانستان کې خپل سفارت پرانستی ساتلی او له نورو هیوادونو څخه یې غوښتي چې د طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي.

خو په عین وخت کې ترکیې دا هم ویلي چې هغه وخت به په بشپړه توګه له طالبانو سره کار وکړي چې هغوی یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

ترکیه له قطر سره یوځای کار کوي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر بیرته فعال او د نړیوالو پروازونو پرمخ پرانستل شي.

ترکیې ته له تګ دمخه ښاغلي متقي په دوحه کې د غربي هیوادونو د دپلوماتانو سره د خپلو موضوعګانو په سر خبرې کړې دي او د امریکا څخه یې غوښتي چې د افغانستان دارایي بیرته ازاده کړي.

د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱(تلې ۱۹) ښاغلي متقي په دوحه کې د نړۍ سره د ښو اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه، خو د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په اړه یې له تبصرې ډډه وکړه چې د نجونو او ښځو د حقونو په ګډون په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندیښنې لري.

د طالبانو پلاوی پداسې حال کې ترکیې ته ځي چې تیره ورځ ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو خبریالانو ته وویل چې هغه او د نورو هیوادونو وزیران په پام کې لري چې د طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG