د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: له عراق او سوریې څخه اورپکي په فعال ډول افغانستان ته ننوځي


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۱۳‌(تلې ۲۱ ) ویلي دي چې له عراق او سوریې څخه سخت دریځي اورپکي په "فعال ډول" افغانستان ته داخلیږي.

ښاغلي پوټین د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو له جګپوړو امنیتي مشرانو سره په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل "په افغانستان کې وضعیت ساده ندی."

هغه زیاته کړه:" له سوریې او عراق څخه اورپکي چې د نظامي عملیاتو تجربه هم لري په فعال ډول هلته ځي."

نوموړي وویل، ددې امکان موجود دی چې ترهګر ممکن د ګاونډیو هیوادونو وضعیت بې ثباته کړي. ښاغلي پوټین خبرداری ورکړ کیدای شي هغوی ممکن په "مستقیم ډول پراختیا ومومي."

د روسیې جمهور رئیس څو ځله خبرداری ورکړی چې د سخت دریځو ډلو غړي په افغانستان کې له سیاسي وضعیت څخه په ګټې اخیستې هڅه کوي چې د پخواني شوروي اتحاد هیوادونو ته د مهاجرینو په توګه ولاړ شي.

په داسې حال کې چې مسکو په کابل کې د طالبانو د نوې رهبري په اړه په احتیاط خوشبیني ښودلې، کرملن مرکزي آسیا ته د بې ثباتۍ د غځیدو په اړه چې په هغه سیمه کې څو نظامي مرکزونه لري اندیښنه ښودلې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، روسیې د پخواني شوروی اتحاد له غړو هیوادونو تاجکستان او ازبکستان نظامي تمرینونه کړي دي، مسکو په تاجکستان کې نظامي مرکز هم لري. دواړه هیوادونه تاجکستان او ازبکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري.

د تاجکستان د ملي امنیت سلاکار سایمومین یتیموف په دې ویډیو کنفرانس کې وویل چې هغه له افغانستان څخه د نشه یي توکو، وسلو او مهماتو د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

افغانستان له ډیره وخته راهیسې د نړۍ د تریاکو او هیروینو د تولید ستر تولیدونکی دی، او له دې غیر قانوني تجارت څخه د طالبانو د تمویل لپاره ګټه پورته شوې ده‌.

د تیرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د فرانسې جمهور رئیس امانول مکرون په پاریس کې د تاجکستان د جمهور رئیس امام علي رحمان کوربه وو، نوموړي په دې ملاقات کې ژمنه وکړه چې د ثبات د ساتلو په برخه کې به د مرکزي آسیا له دې هیواد سره مرسته کوي.

که څه هم طالبانو ویلي دي چې د مرکزي آسیا هیوادونو ته تهدید نه متوجه کوي، خو د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه له دې وړاندې د داسې بریدونو شاهدان وو چې له افغان اسلام پالو سره یې ارتباط درلود.‌

تیره اوونۍ د افغانستان لپاره د کرملن استازي ضمیر کابلوف وویل چې روسیه به د اکتوبر په ۲۰ نیته د افغانستان په اړه د نړیوالو خبرو لپاره طالبان مسکو ته راوغواړي.

XS
SM
MD
LG