د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې د حکومت مخالف گوند ۴٠٠ کیلومتره اعتراضي لاریون کوي


د ترکیې د حکومت عمده مخالف د خلق جمهوري غوښتونکي گوند پلویانو د خپل یو وکیل د بندي کیدو په اعتراض کې له انقرې نه د استانبول پر لور ۴٠٠ کیلومتره واټن لاریون پیل کړی دی.

وروسته له هغې چې د ترکیې په پارلمان کې د خلق جمهوري غوښتونکي گوند غړی انیس بربراوغلو په ٢٥ کاله بند محکوم شو ددې گوند مشر کمال قلیچدار اوغلو خپل پلویان د "عدالت غوښتنې" لاریون ته راوبلل.

ښاغلي قلیچدار اوغلو ویلي چې په ترکیه کې د عدالت، دموکراسۍ او آزادۍ پلي کیدل غواړي "پریږدی ټوله نړۍ یې واوري چې مونږ په ترکیه کې یو دیکتاتوري رژیم لرو".

د استانبول یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ پخوانی ژورنالیست او د ترکیې د پارلمان برحاله غړی بربراوغلو د جاسوسۍ په تور په بند محکوم کړ. هغه په ٢٠١٥ کې د جمهوریت ورځپاڼې ته رپوټ ورکړی و چې گویا د ترکیې استخباراتي ادارې په سوریه کې اسلام پلوه یاغیانو ته وسلې قاچاق کړې دي.

د ښاغلي بربراوغلو، سربیره د جمهوریت ورځپاڼې دوه لوړپوړي کارکوونکي هم "د ترهگر سازمان سره د مرستې" په تور چې د فتح الله گولن ډلې ته اشاره ده، په بند محکوم شوي دي. انقره ادعا کوي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې میشت عالم فتح الله گولن، د تیر کال د ناکامې خونړۍ کودتا طرحه کوونکی و.

د محکمې له حکم څخه لږ وروسته ښاغلي قلیچدار اوغلو په پخل ټویټر کې ولیکل چې "په دې هیواد کې ترهگرې ډلې ته د یوې لارې وسلو د برابرولو د خبر خپرول ٢٥ کاله جزا لري، خو د غیر قانوني وسلو د بارونو انتقال مجاز گڼل کیږي".

څو ورځې دمخه د ترکیې د بخښنې د نړیوال سازمان رئیس تانر که لچ د ٢٢ تنو نورو مدافع وکیلانو سره یوځای د ازمیر په ښار کې ونیول شول او د فتح الله گولن په ډله کې د غړیتوب په تور بندیان شول.

د ترکیې د اساسي قانون د تعدیل وروسته چې تیر کال د پارلمان د غړو د قضایي او عدلي معافیت ماده ترې لېرې شوه، بربراوغلو د خلق جمهوري غوښتونکي گوند لومړنی وکیل دی چې په بند محکومیږي.

له دې دمخه د کردانو پلوي شاوخوا لس وکیلان د ترهگرو نه د ملاتړ او څه دپاسه ٥٠ زره کسان د فتح الله گولن سره د ارتباط په تور په زندان محکوم شوي دي.

ترکي رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه لاریون به شاوخوا دوه اونۍ دوام وکړي او لاریون کوونکي به هره ورځ شاوخوا ١٥ او یا ٢٠ کیلو متره واټن ووهي.

XS
SM
MD
LG