د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: مرسي قتل شوی، تحققیات دې وشي


د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي مړینه، قتل بللی دی او وایي چې اسلامي هیوادونه دې د تحقیقاتو غوښتنه وکړي.

ښاغلي اردوغان په انقرې کې غونډې ته ویلي دي چې د مرسي د قتل ضد به نړیوالې محکمې ته ورشي. هغه زیاته کړه، "محمد مرسي ٢٠ دقیقې په محکمې کې بې هوشه پروت و او هیچ چا هغه روغتون ته و نه رساوه. د هغه سره یې مرسته و نکړه، نو ځکه زه دا وایم چې د هغه قتل شویدی."

ولسمشر اردوغان وویل چې هغه به دا مسله داسې نه پریږدي او د مصر د حکومت نه به ځواب غواړي. هغه وویل چې د اسلامي ملکونو ټولنه (او آی سي) دې هم د دغې پیښې په اړه معلومات راغونډ کړي.

محمد مرسي چې د مصر حکومت پرې د جاسوسۍ الزام لگولی و، د قضیې د اوریدو لپاره محکمې ته راغلی و او هم هلته یې ساه ورکړ. په هغه باندې د حماس د ډلې لپاره د جاسوسۍ تور لگول شوی و او د ٦ کلونو نه په زندان کې و.

په مصر کې پوځ په لمړي ځل په جمهوري توگه منتخب ولسمشر محمد مرسي د یو کال حکومت نه وروسته د واک نه لیرې کړ. مرسي په ٢٠١٢ کال کې ولسمشر منتخب شوی و.

اردوغان وویل چې مرسي شهید دی، او د یو لوی مقصد لپاره یې خپل ژوند قربان کړ.

XS
SM
MD
LG