د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ترهگرو سازمانونو لست کې د اخوان المسلمین په شاملولو غور کوي


د سپینې ماڼۍ منابع وایي چې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره غواړي اخوان المسلمین د تروریستي سازمانونو په لست کې شامل کړي.

دغه اقدام که پلی شي د مصر پر یو لرغوني سیاسي سازمان اخوان المسلمین باندې به د بندیزونو د لگولو سبب شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرس په هغه ایمیل کې چې یو شمیر رسنیو ته یې استولی لیکلي دي: "جمهور رئیس (ټرمپ) د خپل امنیتي ټیم او د سیمې له مشرانو سره چې ورته اندیښنې لري مشورې کړي دي. دغه تصمیم (د تروریستي سازمان په توگه د اخوان المسلمین پیژندنه) اوس خپل داخلي پړاونه ترسره کوي."

پدې ترڅ کې نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی چې د اپریل د میاشتې په نهمه سپینې ماڼۍ ته د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي له راتگ وروسته چې د اخوان امسلمین سره مخالفت لري، جمهور رئیس ټرمپ خپل ټیم ته لارښونه کړې چې ددغې ډلې پر وړاندې د بندیزونو د لگولو لاره چاره ولټوي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ په بنسټ ښاغلي السیسي په یوه خصوصي غونډه کې چې خبریالان په کې نه وو د جمهور رئیس ټرمپ نه غوښتي چې د یوې ترهگرۍ ډلې په توگه د اخوان المسلمین په پیژندلو کې د مصر سره همغږی شي.

ښاغلی السیسي په ٢٠١٣ کې د یوې کودتا له لارې د اخوان المسلمین د پخواني مشر او د مصر د لومړني منتخب جمهور رئیس محمد مرسي په وړاندې د پوځي کودتا سره مرسته وکړه. د مصر حکومت اخوان المسلمین یوه ترهگره ډله وگڼله او پر هغې یې سخت محدودیتونه ولگول.

د مصر جمهور رئیس د باراک اوباما د جمهوري ریاست پر وخت هم په وار وار له هغه غوښتي وو چې اخوان المسلمین د یوې تروریستي ډلې په حیث وپیژني، خو دغه غوښتنه ونه منل شوه.

د اخوان المسلمین بنسټ په ١٩٢٨ کال کې په مصر کې کښیښودل شو او د جوړیدو وروسته تر څو لسیزو پورې یې د اسلامي شریعت په بنسټ د یوې ټولنې د رامنځ ته کیدو لپاره له تاوتریخوالي نه کار واخیست.

خو دغه جریان په ۱۹۷۰ لسیزه کې تاوتریخوالی بند کړ او دموکراتیکو لارو چارو ته یې مخه کړه. خو ددې جریان یو شمیر پخوانیو غړو بیا هم په تروریستي فعالیتونو کې ونډه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG