د لاس رسي وړ اتصالات

ترکمنستان د تاپي پروژې په اړه خبرو لپاره کابل ته پلاوی استولی 


د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې

د طالبانو د «اسلامي امارت» چارواکي وايي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشيد مرادوف په مشرۍ یو پلاوی له طالبانو سره په یو لړ مسئلو د خبرو لپاره کابل ته ورغلی دی.

دا پلاوی نن شنبه اکتوبر ۳۰ (لړم۸) په دوه ورځني سفر کابل ته رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي خبریالانو ته ویلي دي چې د ترکمنستان پلاوي «د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د بهرنیو چارو له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د تاپي پروژې د تطبیق په هکله» خبرې کړي دي.

د افغانستان مخکني حکومت له ترکمنستان سره د دغې پروژې تړون لاسلیک کړی و چې په تطبیق کېدو سره به یې له ترکمستان څخه جنوبي اسیا ته ګاز لېږدول کیږي.

دا پروژه د سیمې د هېوادونو د اتصال لپاره هم مهمه بلل کېده چې له کبله به یې د سړکونو، مواصلاتو او اورګادي د پټلیو د غځولو له لارې منځنۍ اسیا د جنوبي اسیا سره ونښلول شي.

ترکمنستان د ازبکستان او قرغستان وروسته د منځنۍ اسیا درېیم هیواد دی چې کابل ته د طالبانو د چارواکو سره د خبرو لپاره په لوړه کچه پلاوي استوي.

د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي وايي د ایران او د تاجکستان پرته د منځنۍ اسیا ټولو هیوادونو د طالبانو د اسلامي امارت چارواکو سره د خبرو لپاره یا افغانستان ته پلاوي استولي او یا یې هم په بهر کې د طالبانو سره خبرې کړي دي.

ښاغلي فرهادي وویل: «او نن ترکمنستان چې د پانګونې ډیر زیات امکانات لري په ځانګړي ډول د تاپي پروژې لپاره پانګې ته اړتیا ده.»

د سیاسي چارو یو بل کارپوه احمد سعیدي بیا فکر کوي چې د منځنۍ اسیا ټول هیوادونه، چې په افغانستان کې څه کوي د روسیې په پل قدم اخلي.

ښاغلي سعیدي وویل: «د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر کابل ته د رسمیت پیژندلو مسئلې پورې تړاو نلري، ځینې هیوادونه غواړي چې طالبانو سره اړیکې ولري، خو زه په بشپړ ډول باوري یم تر هغه وخته چې روسیه یعنې پوتین تصمیم ونه نیسي، چې طالبان په رسمیت وپیژني، د منځنۍ اسیا هیڅ هیواد دا جرات نه کوي طالبان په رسمیت وپیژني.»

ترکمنستان د ۱۹۹۲ میلادي کال راهیسې، چې کله پخواني شوروي اتحاد ړنګ او پر ځای یې د منځنۍ اسیا خپلواک هیوادونه رامنځ ته شول هڅه کوي، چې د تیلو او ګازو طبیعي زیرمو ته د افغانستان له لارې بازار ولټوي. خو په افغانستان کې روانې جګړې تراوسه د تاپي پروژې د تطبیق مخه نیولې وه.

XS
SM
MD
LG