د لاس رسي وړ اتصالات

د تاپي پروژې لګښت درې میلیارد ډالر لږ شوی


د تاپي پروژې اجرایي مشر وايي ښايی را روانو دوو کلونو کې افغانستان ته ګاز انتقال شي
د تاپي پروژې اجرایي مشر وايي ښايی را روانو دوو کلونو کې افغانستان ته ګاز انتقال شي

د پروژې اجرايي مشر وایي په دوو کلونو کې به د ګازو دغه ځنډیدلې پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند (تاپي) د دغې ګډې پروژي کارونه تېرکال پيل شول او اوس یې د پانګونې چارې هم په بشپړیدو دي.

د تاپي پروژې اجرایي مشر محمد میرات امانوف وايي د مخکني پلان له مخې باید پر دغې پروژې لس میلیارد ډالر لګښت شوی وای خو اوس یې مصرف اوو میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د ښاغلي امانوف په وینا د پروژې په لګښت کې د پانګونې په اړه به وروستۍ پریکړه راتلونکي کال کې وشي. دا پروژه له څه باندې یوې لسیزې راهېسې په کاغذونو کې پرته وه، خو تېرکال یې د نل لیکې د غزولو کار پیل شو.

د ښاغلي امانوف په خبره د دغې پروژې په لومړي پړاو کې پنځه میلیارد ډالر لګښت راځي.

هغه وویل "موږ پلان لرو چې د را روان کال تر نیمايي پورې د وروستۍ پانګونې په اړه پرېکړه وکړو او بیا به پړاو په پړاو په پاکستان، افغانستان او هند کې د بیا رغونې چارې نهايي کوو."

د رویټرز خبري اژانس د ښاغلي امانوف له خولې لیکلي دي چې د وروستۍ پانګونې په اړه له پریکړې وروسته به په یو کال کې افغانستان او شاوخوا دوو کلونو کې پاکستان ته ګاز ولیږدول شي.

د جرمني او ایټالیا ځینې شرکتونه د دغې پروژې لپاره وسایل انتقالوي خو لوی ماليي ملاتړي یې د اسیا پراختیايي بانک او اسلامي پراختیايي بانک دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د تېرکال په فبرورۍ کې د ترکمنستان، پاکستان او هند د لوړپوړیو چارواکو سره یوځای په هرات کې د دغې پروژې د ګازو د نل لیکې د غځولو کار پیل کړ.

د ګازو دا نل لیکه ۱۸۱۴ کیلومېتره ده چې ۸۱۶ کیلومېتره یې له افغانستان تیریږي، پاکمستان او بیا هند ته ځي. د پلان له مخې به د کال ٣٣ میلیارده کوبیک میتره ګاز له ترکمنستان څخه دغو دریو هېوادونو ته ولیږدول شي.

XS
SM
MD
LG