د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاپي پروژې په هکله د ترکمنستان او ملګرو ملتونو غونډه

د ترکمنستان حکومتي چارواکو او د ملګرو ملتونو استازو د ټاپي نل لیکې د کارونو مخکې تګ لپاره د لوړې کچې یو لړ غونډې کړي او دا پروژه یې د سیمې د ثبات او اقتصادي پایښت لپاره مهمه بللې ده.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف تیره ورځ په سیاسي او د سولې رغونې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې، روزمیري ډيکارلو د انرژې دې سترې پروژې اهمیت په هکله خبرې اترې کړیدي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړو خواوو پدې هر اړخیز بحث وکړ چې څنګه د ټاپي دا ستره پروژه د جنوبي او مرکزي آسیا په هیوادونو کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره مهمه ده.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د خبرو ډیر تمرکز د ټاپي نل لیکې د تطبیق په مخکې د جیو پولیټیکي او لوژستیکي خنډونو له منځه وړلو باندې و.

د دې تر څنګ د ترکمنستان استازو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د نوي مشر سره د هرات په ولایت کې کتلي او د سیمه ایزې او ستراتیژیکې همکارۍ په هکله یې ورسره خبرې کړي.

پدې ملاقات کې د یوناما مشر، پویل یرشوف په هرات کې د ترکمنستان د جنرال قونسل سره د افغانستان د سرحدي اقتصاد بیرته رغیدو په هکله غږیدلی او د خبرو ډیره برخه یې د افغانستان په خاورې کې د ټاپي نل لیکې عملي تطبیق باندې وه.

ټاکل شوې چې د ټاپي نل لیکې له لارې هر کال نږدې ۳۳ میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته ولیږدول شي. د رپوټونو له مخې، ددې اندازې شاوخوا پنځه میلیارده متره مکعبه ګاز به افغانستان ته انتقال شي.

پدې پروژې چې د اټکل له مخې ۱۰ میلیارده ډالر لګښت به پرې راشي، وروسته تر هغه ورته پام یو ځل بیا ډیر شو چې په ایران باندې د امریکا او اسرائیل د برید په لړ کې د هرمز تنګی وتړل شو.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه " ټاپي" ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې تراوسه ددې اوږدې نللیکې یوازې ۱۱۴ کیلومتره یې د ترکمنستان په خاوره کې غځیدلې ده. ددې نللیکې شاوخوا ۸۰۰ کیلو متره یې د افغانستان په دننه کې له څو ولایتونو څخه تیریږي.

د ټاپي پروژي طرحه نږدې ۳۰ کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال ترتیب شوې وه، خو ددې پروژې هوکړه لیک په ۲۰۱۰ کال کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کار په موده کې په عشق اباد کې لاسلیک شوی وو او په دغه پروژه باندې کار په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG