د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسوا اولاند وايي د ترمپ خبري سړی ناروغ کوي


دا لومړی ځل دی چې د فرانسې ولسمشر پر دونلډ ترمپ دومره کلکې نیوکې کوي
دا لومړی ځل دی چې د فرانسې ولسمشر پر دونلډ ترمپ دومره کلکې نیوکې کوي

د فرانسې ولسمشر فرانسولا اولاند وایي چې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکو د کاندید دونلډ ترمپ افراطي څرګندونې ځورونکې دي.

ښاغلي اولاند د سه شنبې په ورځ وویل " د هغه افراطي څرګندونې ستاسو کانګې راولي، ان که په خپله په متحدو ایالتونو کې هم واوسئ، په ځانګړي ډول کله چې هغه د وژل شوي سرتیري په یاد د هغه پر ضد خبرې کوي".

ښاغلي ترمپ ویلي که چیرې واک ته ورسید نو امریکا ته به د مسلمانانو پر ورتګ لنډمهاله بندیز ولګوي. دی وايي اندیښنه لري چې ترهګر د عادي‌ مسافرو په جامه کې امریکا ته ورشي.

د فرانسې ولسمشر د ښاغلي ترمپ دا څرګندونې " ځورونکي او شرمونکې" وبللې. نوموړي زیاته کړه چې ديموکراسي په خطر کې ده ان په امریکا کې هم، ځکه چې د هغه په خبره ډېر خلک استبدادي نظامونو ته لیواله دي.

د فرانسې ولسمشر پر ترمپ نیوکې همدغې روان وساتلې او یو بل قدم نور هم وړاندې ولاړ، هغه امریکایانو ته وویل که ترمپ ته مو رایه ورکړه، بدې اغیزې به یې نړۍ هم وویني.

اولاند وویل " ایا امریکایان باید ترمپ انتخاب کړي، دا کار به بدې پایلې ولري، ځکه چې د امریکا انتخابات یو نړیوال انتخابات دي".

دونلد ترمپ په متحدو ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید دی چې د نومبر په اتمه نېته به د ډیموکرات ګوند له کاندیدې هیلري کلنټن سره په ولسمشریزو ټاکنو کې مبارزه کوي.

ښاغلي ترمپ په امریکا کې د مسلمانانو او نورو اقلیتونو پر ضد څرګندونو باندې مشهور دی، هغه ویلي وو که ولسمشر شو، امریکا ته به د مسلمانانو پر راتګ بندیز ولګوي او له مکسیکو سره به د امریکا پر سرحد دیوال ودروي.

XS
SM
MD
LG