د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل چاودنې کې د اریانا نیوز خبریاله وژل شوې


اریانا تلویزون وايي‌ چې د دوی ویانده مینا خيري وژل شوې ده
اریانا تلویزون وايي‌ چې د دوی ویانده مینا خيري وژل شوې ده

په افغانستان کې د اریانا نیوز تلویزوني خصوصي شبکه وایي چې د کابل په چاودنې کې د دوی یوه خبریال «مینا خیري» هم وژل شوې ده.

په دغې چاودنې کې د «مینا خیري» مور هم وژل شوې ده.

چاودنه تېر ماښام جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) د کابل ښار په درېیمه حوزه کې د «پل سوخته» په سیمه کې شوې ده.

اریانا نیوز دا خبر تائید کړی دی.

د کابل پولیس وايي چې په دغې چاودنې کې څلور تنه وژل شوي‌ او پنځه نور ژوبل دي.

چاودنه د ولسي خلکو په یو موټر شوې ده او تر دې دمه چا د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.

په تېرو شاوخوا څلورو ورځو کې په کابل د ولسي خلکو په موټرونو څلور چاودنې شوې دي.

له دغو چاودنو وروسته د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش له امنیتي مسئولینو وغوښتل چې د کابل په لویدیځ کې د «نسل وژنې» د مخنیوي لپاره چټک اقدام وکړي.

هغه ونه ویل چې له «نسل وژنې» څخه یې هدف څه دی،‌ خو په دې وروستیو بریدونو کې تر ډېره «هزاره افغانان» په نښه شوي‌ دي.

امنیتي چارواکي‌ وايي په افغانستان کې د نا امنیو په بېلابېلو پېښو کې هره ورځ لسګونه افغانان وژل کیږي او ژوبل کیږي.

XS
SM
MD
LG