د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي چارواکي: په کابل کې د ماین چاودنې له امله څلور کسان وژل شویدي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د کابل پولیس وايي چې د ښار په لویدیځه څنډه کې په یو ټونس موټر باندې د ماین چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامز وايي چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دغې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د فرامرز په وینا د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدل شوي دي.

دی زیاتوي چې پولیسو د چاودنې د څرنکوالي په تړاو پلټنې پیل کړي دي.

دا چاودنه د پنجشنبې په ورځ د جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) شاوخوا ۱:۴۵ بجې د کابل د شپږمې ناحیې په چهار قلعه چهاردهی سیمه کې په عمومي سرک باندې شوې ده.

تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسولیت نه دی منلی.

تیره د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په کابل ښار کې د سه شنبې د ورځې چاودنو ته په اشارې د امنیت د ټینګښت برخه کې له عامو خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

امرالله صالح وویل: "په ښاري بسونو او ټکسي موټرو کې د بم ایښودونکو عاملینو د نیولو برخه کې ستاسو همکارۍ ته اړتیا لرو. کله چې کوم څوک ستاسو له څنګ څخه کښته کیږي، متوجه اوسئ چې بسته په سیټ او یا تر سیټ لاندې کښېنږدي."

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال زیاته کړې چې په تیرو پنځو میاشتو کې د ۸۵۰ چاودنو مخه نیول شوې ده.

د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG