د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښار په پل سوخته کې چاودنې څلور تنه وژلي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار د پل سوخته په ساحه کې د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامز، ددغې پیښې په تائید خبریالانو ته وویل چې نن د پنجشنبې په ورځ جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) په پل سوخته ساحه کې په یو تونس مسافروړونکی موټر د سړم په غاړه یو ښخ شوی ماین چاودیدلی دی.

د ښاغلي فرامرز په وینا په پیښه کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي. هغه وویل چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددې پیښې مسولیت ندی منلی.

رپوټونه وایي چې د پیښې حجم ته په کتلو سره ښایي د قربانیانو په شمیر کې بدلون راشي.

دا پداسې حال کې دي چې نن د ښار په لویدیځه څنډه کې د شپږمې ناحیې په چهار قلعه چهاردهيسیمه کې په عمومي سړک باندې هم په یو ټونس موټر باندې د ماین چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامز ویلي چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دغې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

پولیسو د چاودنو د څرنکوالي په تړاو پلټنې پیل کړي دي. تراوسه د چهار قلعه د پیښې مسؤلیت هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په کابل ښار کې د سه شنبې د ورځې چاودنو ته په اشارې د امنیت د ټینګښت برخه کې له عامو خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل: "په ښاري بسونو او ټکسي موټرو کې د بم ایښودونکو عاملینو د نیولو برخه کې ستاسو همکارۍ ته اړتیا لرو. کله چې کوم څوک ستاسو له څنګ څخه کښته کیږي، متوجه اوسئ چې بسته په سیټ او یا تر سیټ لاندې کښېنږدي."

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال زیاته کړې چې په تیرو پنځو میاشتو کې د ۸۵۰ چاودنو مخه نیول شوې ده.

XS
SM
MD
LG