د لاس رسي وړ اتصالات

نایجیریا کې د طب ۲۰ زده‌کوونکي تښتول شوي دي

نیجریا کې یرغمل نیونه
نیجریا کې یرغمل نیونه

د نایجیریا پولیسو او د پوهنتون سرچینو د شنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۷) وویل د نایجیریا په ختیځ کې د طب ۲۰ زده‌کوونکي چې په کلنۍ غونډه کې د ګډون کولو لپاره پر لاره وو تښتول شوي دي.

د کاتولیک د طب او غاښونو د زده‌کوونکو فدراسیون د شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل دغه شمېر زده‌کوونکي د پنجشنبې په ماښام د انګو په ښار کې یوې کلنۍ غونډې ته پر لاره روان وو چې وتښتول شول.

د نایجیریا د طبي زده‌کوونکو د ټولنې منشي فارچون اولي د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د میدوګوري او جوس پوهنتونونو ۲۰ زده‌کوونکي او یو ډاکټر په تښتول شویو کسانو کې شامل دي.

هغه وویل چې د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې ده.

دغه زده کوونکي د بینو ایالت د اوتوکپو ښارګوټي ته څېرمه سړک باندې تښتول شوي دي چې له اینوګو څخه ۱۵۰ کیلومتره لیرې دی او ډېر وخت پکې د بریدونو او تښتونې پېښې ثبتېږي.

د دغه ایالت د پولیسو د عامه اړیکو افسرې کاترین انین هم پېښه تائید کړې ده.

په نایجیریا کې د سخت اقتصادي کړکېچ له امله، چې زیاتره خلک د جرمونو ترسره کولو ته اړ باسي،‌ یو ځل بیا د تښتونې په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د فرانسې خبري اژانس ویلي چې په دې برخه کې رسمي شمېرې د اعتبار وړ نه دي‌ ځکه چې په وینا یې د زیات شمېر قضیو په اړه راپور نه ورکول کېږي.

نایجیریا په ۲۰۲۲ کال کې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې سړي تښتوونکو ته د پیسو په ورکولو بندیز لګول شوی،‌ خو زیات شمېر کورنۍ وايي چې د غوښتل شویو پیسو له ورکولو پرته بله لاره نه لري.

د نایجیریا د مشورتي شرکت د استخباراتو د معلوماتو په اساس دغه شرکت د ولسمشر بولا احمد تینوبو له واک ته رسېدو وروسته د ۲۰۲۳ د مې میاشتې څخه نیولې د ۲۰۲۴ تر جنوري پورې د سړي تښتونې ۴۷۷۷ پېښې ثبت کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG