د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د افغانستان ۲۳٪ بندیان د مخدره موادو قاچاقبران دي


د افغانستان په زندانونو کې ۲۹زره کسان بندیان دي، چې ۲۳ فیصده یې یواځې د مخدره موادو قاچاقبران دي
د افغانستان په زندانونو کې ۲۹زره کسان بندیان دي، چې ۲۳ فیصده یې یواځې د مخدره موادو قاچاقبران دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي شاوخوا ۲۹زره کسان د افغانستان په زندانانونو کې بندیان دي.

د وزارت چارواکي وايي د دغې شمېرې ۲۳فیصده یې د مخدره موادو د قاچاقو په جرم محکوم او زنداني شوي دي.

د وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین خلیل بختیار چهارشنبه( جولاۍ۲۶) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه وګړي، د مخدراتو په کاروبار لکه د کوکنارو کرل، د مخدره موادو تولید کې ښکيل دي.

د ښاغلي بختیار پر وینا یواځې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د افغانستان په کچه ۷۶۴ عملیات کړي او ۸۷۴ تنه لوی او کوچني قاچاقبران یې نیولي دي.

هغه وویل "موږ کوښښ کوو، چې مجرمین ژوندي ونیسو، وروسته بیا د قانون کار دی چې څه ډول ورباندې تطبیق کیږي، اوسمهال د هغو شمیرو له مخې چې موږ یې لرو، ۲۳ فیصده زندانیان د افغانستان په محبسونو کې د مخدره موادو قاچاقبران دي، موږ نه غواړو چې هغوی تلف شي".

ښاغلي بختیار زیاته کړه، چې په نیول شوو کسانو کې ۱۵ پولیس، ۸ د اردو سرتیري، ۱۲ ښځې او ۸ بهرنیان هم شامل دي، چې پولیسو د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۱۶ ټنه بیلابیل ډوله مخدره او کیمیاوي مواد هم کشف او ضبط کړي دي.

نوموړی وايي "دا مختلف مواد دي، چې په کې ۸ ټنه او ۸۳۰ کیلوګرامه اپین، ۹۴۳.۹۸۲ کیلوګرامه هیروئين، ۴۶.۹۸۴ ټنه مورفین، ۱۰ ټنه الکولي مشروبات، ۴۳ ټنه او ۴۶ ګیلوګرامه د هیروئینو د جوړولو لپاره کیمیاوي مواد، ۳۶.۸۲۱ کیلوګرامه شیشه، ۱۲۰۶ تابلیت‌که او ۷۰ کیلیوګرام بنګدانې او خاشخاش په کې شامل دي".

د ښاغلي بختیار پر وینا پولیسو په دې موده کې د هیروئينو د پروسیس او تولید ۱۹ کارخانې هم له منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین زیاته کړه، چې د تیر کال په پرتله سږکال د مخدره موادو د کشف او ضبط او د قاچاقبرانو د نیولو په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG