د لاس رسي وړ اتصالات

هند ته د ټرمپ د سفر پر مهال په نوي دهلي کې ۲۲ کسان وژل شوي


د ولسمشر ټرمپ درې ورځني سفر پر مهال د هند په ګڼو سیمو کې شویو مظاهرو کې د تاوتریخوالي له کبله ۲۲ کسان وژل شوي او ۱۸۹ نور ټپیان شوي دي.

هندي چارواکو د چهارشنبې په ورځ ۲۶ فبروری (۷ حوت) ویلي چې ددې امکان شته چې د وژل شویو کسانو شمیر ډیر شي ځکه چې د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

وروسته له هغې چې د هندوانو یوې ډلې د مسلمانانو په لاریون باندې حمله وکړه او د پولیسو یو افسر او د استخابارتو یو کارکوونکی یې وواژه، د هند حکومت پ ځینو سیمو کې پر لاریون کولو بندیز ولګولو.

د هند د ملي امنیت مشاور، اجیت دوال د چهارشنبې په ورځ فبروری ۲۶ د سه شنبې په ورځ شوي تاوتریخوالي له سیمې څخه لیدنه وکړه او ددغې سیمې اوسیدونکو ته یې ډاډ ورکړ چې ددوي او د دوي د شمتنیو ساتنه به کوي.

د هند صدراعظم نرندرا مودي په تیرو دوه ورځو کې د ولسمشر ټرمپ په هرکلي کې بوخت وو ددغې پيښې په اړه په خپل ټویټر کې داسې لیکلي: سوله او د یو بل سره ګډ ژوند د هندیانو په خټه کې دي. زه په دهلي کې د خپلو ټولو وروڼو او خویندو څخه غواړم چې په خپلو کې سوله او ورولي وپالي.

له بلې خوا د هند د کانګرس ګوند مشرې، سونیا ګاندي د هند د کورنیو چارو وزیر، امیت شاه څخه غوښتي چې استعفی دې ورکړي. هغې همداراز د بهارتیا جنتا پارټي ګوند په هیواد کې په کرکې او نفرت پاللو تورن کړی.

همداراز د امریکا په کانګرس کې د خلکو استازې، رشیده طلیب ددغې پیښې په اړه په خپل ټویټر کې داسې لیکلي: "دا اونۍ، ټرمپ هند څخه لیدنه وکړه خو اصلي خبر باید په نوي دهلي کې د مسلمانانو په وړاندې تاوتریخوالي کې زیاتوالی وای."

د پاکستان صدراعظم، عمران خان هم ددغې پيښې په تړاو داسې لیکلي: "همدا اوس ۲۰۰ میلیونه مسلمانانو ژوند په هند کې د ګواښ سره مخ دی. نړیواله ټولنه باید همدا اوس لاس په کار شي."

د تاوتریخوالي دغه لړۍ د تیر کال دسمبر میاشتې راهیسې وروسته له هغې پیل شوې چې د هند پارلمان د دین په اساس خلکو د تابعیت ورکولو له لست څخه د مسلمانانو نوم وویست. هندیان او په ځانګړي توګه مسلمانان دغه کار یو تبعیضي چلند ګڼي او له همدې کبله یې د هند په ګڼو ښارونو کې مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG