د لاس رسي وړ اتصالات

ټویټر څنگه یوه سعودي جینۍ د "وژل کیدو د خطر" نه وژغورله؟


د جنورۍ په ٦ یوې اتلس کلنې سعودي جینۍ رهف محمد القنون په خپل ټویټر ولیکل چې د خپل کوره تښتیدلې ده او که بیرته خپل کور ته واستول شوه نو دا به ووژل شي.

رهف القنون د سعودي عربستان نه کویت او د هلته نه د تایلنډ د لارې اسټرالیا ته تښتیدل غوښتل چې په تایلنډ کې پولیسو ایساره کړه. هغې ځان د تایلنډ د هوایي ډگر په یوه کوټه کې بند کړ او د هغه ځاې نه یې ټویټونه پیل کړل. رهف په خپل لمړي ټویټ کې ولیکل چې د تایلنډ پولیس یې کورنۍ ته د حواله کوي او دا چې که هغه بیرته ولیږل شوه نو کورنۍ به یې ووژني.

د رهف القنون دغه ټویټ ته د سعودي یوې مشهورې مبارزې انصاف حیدر (چې میړه یې د تیرو څو کلونو نه په سعودي کې بندي دی، او هغه د خپل میړه د ازادۍ لپاره مبارزه کوي). په ټویټر د خلکو پام را واړوو او دا په یو څو ساعتونو کې د ټویټر ټرینډ شو.

د اغلی انصاف د ټویټ نه وروسته په زرگونو کسانو د تایلنډ او د ملگرو ملتونو د مهاجرینو لپاره د ادارې نه په ټویټر خواستونه شروع کړ چې دغه جینۍ دې وژغوري.

خو د رهف مسلې ته د ملگرو ملتونو پام د حقونو یوې فعالې مونا الطواهي راواړو.

مونا الطواهي چې د مصر سره تعلق لري او د ښځو په حقونو یې دوه کتابونه هم لیکلې دي، د رهف لپاره سمدستي مبارزه شروع کړه. مونا الطواهي په خپل ټویټر ولیکل چې ځکه د رهف لپاره مبارزه کوي چې هغه د ازاد ژوند حق لري. هغې ولیکل

"زه د رهف ټویټونه او ویډیوگانې ترجمه کوم ځکه چې هغه د ازاد ژوند حق لري. د هغې پلار په سعودي کې والي دی نو دا ښیي چې د هغې کورنۍ د دې قدرت لري چې هغه بیرته واستول شي."

مونا الطواهي په ژنیو کې د ملگرو ملتونو د مهاجرینو د ادارې ویاندې ملیسا فلیمنگ د رهف د مسلې په هکله ټویټونه پیل کړل. د یو څو ساعتونو نه وروسته ملیسا فلیمنگ ټویټ وکړ:

"د تایلنډ چارواکو هغوي ته اجازه ورکړیده چې د رهف سره وویني چې د هغې د مسلې حل ولټوي"

دا مهال د رهف د ټویټر نه هم پرله پسې ټویټونه کیده. د رهف ټویټر د هغې د یوې ملگرې سره دی چې د هغې په اړه ټویټونه کوي.

ملیسا فلیمنگ د رهف په اړه د نورو معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړله او وې لیکل چې د رهف د حفاظت په هدف لا دا نشې ویلې چې هغه چیرته ده.

د هغې نه وروسته چې ملگرو ملتونو وویل رهف القنون یې یو خوندي ځاې ته انتقال کړیده. په ټولنیزو رسنیو د ټویټر د مبارزې ستاینه وشوه او ډیرو کسانو د مونا الطواهي رول وستایه.

رهف القنون په دی اړه چې ولې یې کورنۍ په قتل گواښي، په خپل ټویټر لیکلي و چې هغه ازاد فکره ده او اسلام یې پریښې دی ځکه یې کورنۍ هغه وژل غواړي.

د تایلنډ چارواکي بیا وایي چې د رهف کورنۍ د هغې د امنیت په اړه اندیښمن و او غوښتل یې چې هغه خوندي ووسي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG