د لاس رسي وړ اتصالات

ولې یوې سعودي میرمنې تایلند کې یو هوټل کې ځان بندي کړی و؟


د سعودي عربستان تبعه ١٨ کلنه رهف محمد القنون
د سعودي عربستان تبعه ١٨ کلنه رهف محمد القنون

تایلندي مقاماتو ویلي یوه سعودي میرمن چې د کورني تاوتریخوالي له کبله یې غوښتل استرالیا ته لاړه شي، د بنکاک په هوایي ډگر کې پولیسو ایساره کړې ده.

خو د تایلند د مهاجرت د چارو پولیسو ویلي چې دغه ځوانه سعودي نجلۍ به د هغې د خوښې خلاف هیڅ چیرې وانه ‌ستول شي.

د سعودي عربستان تبعه ١٨ کلنه رهف محمد القنون چې غوښتل یې په استرالیا کې پناه واخلي وایي د خپلې کورنۍ له‌خوا د مرګ له ګواښ سره مخ ده.

میرمن القنون چې له کویټ نه د بنکاک هوایي ډگر ته رسیدلې او پولیسو ترې پاسپورت اخیستی اوس د هوایي ډگر په هوټل کې تر نظارت لاندې ده. هغه وایي "تر هغه به د هوټل د خونې دروازه خلاصه نکړي تر څو چې د ملگرو ملتونو د مهاجرت د ادارې چارواکي نه وي راغلي."

په استرالیا کې په پناه اخیستلو باندې د میرمن القنون ټینگار په سعودي عربستان کې د ښځو ستونزو ته یو ځل بیا د نړیوالو پاملرنه رااړولې ده. د سعودي نه ددغې ځواني نجلۍ تیښته او همداشان د سعودي د حکومت د منتقد ژورنالست جمال خاشقجي د وژنې قضیه د سعودي عربستان د ولیهعد محمد بن سلمان د اصلاحاتو نیمگړتیاوی په ډاگه کوي.

د تایلند امنیتي چارواکي جنرال سوراچتي هاکپارن د بنکاک په هوايي ډګر کې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې میرمن القنون ته به اجازه ورکړل شي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له چارواکو سره وگوري. ښاغلي هاکپارن ویلي ټاکل شوې چې د ملگرو ملتونو د مهاجرت د ادارې مامورین به نن دوشنبه ناوخته له هغې سره وویني.

رهف محمد القنون د هوټل د خونې نه د بهر نړۍ سره د ټولنیزو رسنیو له لارې په تماس کې ده
رهف محمد القنون د هوټل د خونې نه د بهر نړۍ سره د ټولنیزو رسنیو له لارې په تماس کې ده

القنون د جنورۍ په پنځمه په ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه ټویټر کې د پوسټونو له لارې له خلکو نه مرسته غوښتې. د هغې ټویټرونو په څه کم ۴٨ ساعتونو کې د لسگونو زرو کسانو پام ځانته اړولی دی.

القنون د رویترز اژانس ته ویلي چې له کوېټ څخه ځکه وتښتیده چې کورنۍ یې پسې هلته ورغلې وه.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعا رد کړې چې ګوندې د هغې پاسپورټ دوی باطل کړی دی، خو ویلي یې دي چې القنون تایلند ته د سفر له قوانینو څخه د سرغړونې په تور تایلندي چارواکو توقیف کړې ده.

د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار ټولنې مشر فل روبرتسن اسوشیتید پرس ته ویلي دي چې تایلند باید هغې ته پاسپورت بیرته ورکړي چې استرالیا ته لاړه شي "هغه د استرالیا ویزه لري، او مهمه داده چې بیرته باید سعودي عربستان ته ونه لیږل شي".

د استرالیا د حکومت د اپوزیسیون یوې غړې سناتورې سارا هانسن ینگ ویلي چې حکومت باید د هغې دوسیې ته پاملرنه وکړي او ورته پنا ورکړي چې استرالیا ته راشي.

XS
SM
MD
LG