د لاس رسي وړ اتصالات

دوه افغان قاچاقبران په امریکا کې په بند محکوم شول


په نیویارک کې یوې محکمې دوو افغانانو ته امریکا ته د هیروین د قاچاق د کوښښ په جرم د پنځلسو او لسو کلونو سزا اورلې.

د امریکا د نیویارک ایالت د څارونوال دفتر د دوو افغانانو د محاکمې په اړه په یوې اعلامیې کې لیکلې دي دغه دوه افغان قاچاقبران چې یو یې لجبر لجورد خان او بل عمل سید عالم شاه نومیږي، امریکا ته د هیروینو د قاچاق کولو د یوې لویې دسیسې له کبله په بند محکوم شویدي.

د نیویارک محکمې لجبر لجورد ته د سپتمیر په ١٢ د پنځلسو کلونو د بند او سید عالم ته د سپټمبر په ١٧ د لسو کلونو د بند سزا واوروله. دغو دواړو د جون په ٢٦ نیټه د خپل جرم اعتراف کړی و.

د نیویارک څارنوال جیفري برمن وویل "دغو کسانو د افغانستان نه امریکا ته د هیروین قاچاق کولو دسیسه جوړه کړې وه او کوښښ یې هم کړی و، دوې پدی لړ کې د نمونې په توگه درې کیلوگرامه هیروین امریکا ته د لیږلو لپاره تیار کړي و "

د څارنوال د دفتر دغه اعلامیې د لجورد او سید عالم په اړه لیکلې چې دغه دواړه کسان په افغانستان کې د قاچاق د یوې ډلې غړي و چې په ډیر لوی مقدار کې هیروین قاچاقوي. دغو دواړو کسانو یو ځاې د ٢٠١۴ کال نه واخله د ٢٠١٥ کال په مودې کې امریکا ته د هیروین د قاچاق یوه دسیسه جوړه کړه.

لجورد د دغې پلان د عملې کولو لپاره په نیویارک کې د میشت یو کس سره په ټلفون خبرې شروع کړی، هغه دا فکر کاوه چې دغه کس قاچاقبر دی او د هغوي سره به امریکا ته د هیروینو په قاچاق کې مرسته کوي خو هغه کس د امریکا د استخباراتي ادارې یو پټ جاسوس و.

دغو دواړو افغانانو د هیروین د قاچاق د پلان د عملې کولو لپاره د دغه امریکایي کس سره په دوبۍ او تایلنډ کې ملاقاتونه هم وکړل. د ٢٠١٥ کال د جون په ١٣ د امریکا د حکومت په امر د تایلنډ چارواکو دغه دواړه افغانان ونیول او امریکا ته یې حواله کړل.

XS
SM
MD
LG