د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د 'دوو افغان کډوالو وژل' کېدل

په ایران کې د بشري حقونو یوه ډله (حال وش) راپور ورکړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په هغه موټر ډزې کړې، چې افغان کډوال په کې سپاره وو.

حال وش وايي چې په دغو ډزو کې لږ تر لږه «دوه افغان کډوال وژل شوي او څه باندې ۲۰ تنه نور ژوبل» دي.

په ایران کې د بشري حقونو دغه ډله وايي پېښه د سه شنبې په ورځ د ایران د سیستان-بلوچستان د سراوان په سیمه کې شوې ده.

حال وش ته منسوب په ایکس حساب کې لیکل شوي: «امنیتي ځواکونو له کوم خبرداري پرته د افغان کډوالو دا موټر تعقیب کړی او بیا یې پرې ډزې کړې، موټر چپه» شوی دی او دا مرګ ژوبله اوښتې ده.

حال وش وايي چې په زخمیانو کې د شپږو کسانو وضعیت ډېر ښه نه دی. دغې ډلې نه دي ویلي چې په وژل شویو او ژوبل شویو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شته که نه.

حال وش په خپل ایکس کې یوه ویدیو هم خپره کړې، چې په کې یو موټر د سړک په غاړه کې لیدل کېږي چې اور پرې بل دی، وايي دا د همدغو کډوالو موټر دی.

حال وش ځان د بشري حقونو یوه ډله بولي او په خپل ایکس حساب کې یې لیکلي دي، چې د ایران د سیستان او بلوچستان په ایالت کې فعاله ده او د خپلو کارکوونکو په مرسته د بشري حقونو په اړه پېښې او سرغړونې ثبتوي.

تر دې دمه کومې بلې خپلواکې سرچېنې د افغان کډوالو د وژل کېدو او ژوبل کېدو راپورونه نه دي تائید کړي.

تر دې مخکې هم دغې ډلې په ایران کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري په بېلا بېلو پېښو کې د یو شمېر افغان کډوالو د وژل کېدو او ژوبل کېدو راپورونه خپاره کړي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG