د لاس رسي وړ اتصالات

دوه افغان کډوال د یو جرمن د وژلو په تور ونیول شول


پولیس وایي چې د پېښې په اړه هره اړخیزه پلټنه پیل کړې ده.
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی
پولیس وایي چې د پېښې په اړه هره اړخیزه پلټنه پیل کړې ده. تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی

په جرمني کې پولیسو دوه افغان کډوال د یو ۲۲ جرمن ځوان د وژلو په تور نیولي او بندي کړي‌ دي.

پولیسو د یکشنبې په ورځ (سپتمبر۹) وویل چې دا پېښه د جرمني په ختیځ ښار ګویتن کې شوې ده. پولیس وایي د پېښې په اړه یې هر اړخیز تحقیقات او د معلوماتو را ټول پیل کړی د ي.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې تر دې دمه د دغه کس د وژل کېدو انګیزه معلومه شوې نه ده. د نیول شویو افغانانو هویت هم نه دی ښودل شوی.

جرمني ډېرو افغانانو ته پناه ورکړې ده او د کډوالو د قانون په اړه د دغه هېواد ښي اړخه ګوندونه او یو شمېر سیاستوال د صدراعظمې انګېلا مېرکل د پالیسۍ کلک مخالف دي.

همدا تېره چهارشنبه د جرمني ‌د کورنیو چارو وزیر هورسټ سیهوفر وویل چې مهاجرت د ټولو ستونزوه مور ده.

څو ورځې مخکې په یوې بلې پېښې کې له یوې لفظي شخړې وروسته ځینو کډوالو یو جرمن سړی په چاقوګانو وواهه. پولیسو د دغې پېښې په تور یو سوریایي‌ او یو عراقی نیولي دي.

د کډوالو پر ضد او د دغې پېښې د غندلو لپاره زرګونه کسانو مظاهرې وکړې او د کډوالو د منلو په اړه د حکومت تګلاره وغندله. ځينو مظاهره کوونکو پر هټیو او رستورانتونه هم بریدونه وکړل او زیانونه یې ور واړول.

جرمني په ۲۰۱۵ کال کې څه باندې یو میلیون کډوال ومنل چې ډېر یې سوریایان، افغانان او عراقیان دي.

XS
SM
MD
LG