د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني لسګونه نور افغان کډوال هم وشړل


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د جرمني او افغانستان مقامات وایي جرمني ٦٩ افغان مهاجر چې پناه غوښتنه یې رد شوې وه بیرته افغانستان ته واستول.

د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي مشاور حفیظ احمد میاخیل، د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل "د چهارشنبې په ورځ ۶۹ افغان پناه غوښتونکي چې درخواستونه یې په جرمني کې رد شوي وو بیرته افغانستان ته راواستول شول."

ښاغلي میاخیل وویل چې له جرمني نه ټول ایستل شوي افغانان ځوانان دي. هغه زیاته کړه چې په تیرو دوو کلونو کې په مجموعي توگه ۱۴۸ افغان مهاجر چې پناه غوښتنه یې په جرمني کې رد شوې وه بیرته افغانستان ته انتقال شوي دي.

دغه افغان مقام همداشان وویل د هغه موافقې له مخې چې د افغانستان او جرمني د حکومتونو ترمنځ شوې، ښځې، ماشومان او هغه مهاجر چې په ناعلاجه مرض اخته دي له دې امر نه مستثنی دي.

ښاغلي میاخیل وویل هغه مهاجر چې په خپله خوښه بیرته افغانستان ته راځي د جرمني حکومت هر یو سره له ٨٠٠ نه تر ١٢٠٠ یورو پورې مرسته ورکوي.

د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت مقامات وایي دغه کسان په یوه الوتکه کې د جرمني د مونشن ښار نه کابل ته استول شوي او د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ ۴) د کابل هوایي ډگر ته ښکته کړل شوي دي.

دا د ٢٠١٦ کال راهیسې چې جرمني بیرته افغانستان ته په ډله ییزه بڼه د مهاجرو استول پیل کړي تر ټولو ستره جوپه وه.

ددغو ٦٩ افغانانو د جملې نه ٥١ تنه یې په بایرن ایالت کې ژوند کاوه. د جرمني د بایرن ایالت د حکومت مشر یواخیم هرمن وایي افغانستان ته د نامحدود شمیر رد شویو مهاجرو بیرته استول پدې وروستیو کې ددې هیواد فدرالي حکومت تائید کړي دي.

جرمني یواځې هغه شمیر مهاجر بیرته افغانستان ته استوي چې په جنایي جرمونو محکوم شوي وو. جرمني مقاماتو په کابل کې د ٢٠١٧ کال د مۍ په میاشت کې د جرمني سفارت مخ ته د موټر بمي پیښې وروسته چې ٩٠ کسان په کې ووژل شول او ۴٠٠ ټپیان شول په ډله ییزه توگه د رد شویو افغان مهاجرو شړل بند کړي وو.

خو برلین د ٢٠١٧ کال په سپتامبر کې د مهاجرو بیرته لیږل په دریو کټگوریو کې بیا پیل کړل چې په کې شکمن تروریستان، مجرمین او هغه کسان شامل دي چې د خپلو اسنادو په ورکړه کې یې د جرمني د حکومت سره همکاري نده کړې.

دا وروستۍ جوپه رد شوي مهاجر پداسې حال کې افغانستان ته استول کیږي چې پدې هیواد کې امنیتي شرایط نور هم خراب شوي دي او د طالبانو او همداشان د اسلامي دولت د ډلې یا داعش سخت دریځو بریدونو زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG