د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل ښار کې ماین چاودنو پنځه کسان وژلي دوه ټپیان دي


عکس(ارشیف)

د کابل ښار په شپږمه دریمه او څلورمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین چاودنو له امله پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن شنبه فبروري ۲۰ (کب دوهمه) ویلي چې لومړۍ چاودنه نن سهار د شپږمې ناحیې اړوند دارلامان سمیه کې پر یو کورلا ډوله موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي او په وینا روغتون ته انتقال شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا دوهمه چاودنه هم تر لومړۍ څو دقیقې وروسته د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند په «کارته پروان» سیمه کې پر یوې کورلا ډوله موټر شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند د معلوماتو په اساس په دغه چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون دورې کسان وژل شوي دي.

فردوس فرامرز همدارنګه زیاته کړه چې نن شنبه سهار څه باندې ۱۰ بجې د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند په «پل وحدت» سیمه کې هم پر یو رنجر موټر د دریمې ماین چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

امنیتي چارواکو نه ده روښانه کړې چې یادې ماین چاودنې پر حکومتي چارواکو او که ملکي وګړو شوي.

که څه هم تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو امنیتي چارواکي وايي، په اړه یې څېړنې پيل شوي دي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون یو استاد هم له خپل یو شاګرد سره د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

په کابل کې د چسپکي ماین نننۍ چاودنې پر داسې مهال کیږي چې ګڼو نړیوالو بنسټونو په دغه هیواد کې د هدفي بریدونو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

تازه د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن هم ویلي چې په افغانستان کې باید ژر تر ژره تاوتریخوالی راکم شي.

XS
SM
MD
LG